IQNA

د صهیونیزم خلاف پاکستانی شناند ازاد شو

0:41 - October 29, 2015
د خبر لمبر: 3408251
خارجی څانګه: د عربستان حکومت د پاکستانی خلکو د منا پېښې نه پس غصه کمولو لپاره سید زید حامد، د سعودی عرب او د صهیونزم په خلاف پاکستانی شناند ازاد کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان نوای وقت ورځپاڼې نه په نقل، عربستان د منا پیښې نه پس د پاکستانی خلکو تاوتریخوالی کمولو لپاره د لاری لټون کې دی، د پاکستان ورځپاڼې لیکوال او د سعودی عرب او صهیونیزم خلاف مهم شخصیت سید زید حامد یی له بند نه ازاد کړی.

سید زید حامد چې خپل ټولنیزه پاڼې باندې هم د خپل ازادی پیغام خپور کړی او لیکلی دی چې هغه پاکستان ته په سلامتی سره را رسېدلی.

هغه وویل په حاضر وخت هغه له چا سره هم اړیکه نه لری او د عربستان له اړخه نیولو او پوښتلو په هکله څه خبر لا نه کول غواړی او څو ورځی یواځی له کورنۍ سره تېرول غواړی.

سید زید حامد، د پاکستان دفاعی او سیاسی مسئلو شناندونکې او د سعودی عرب او د صهیونیزم په خلاف مرکې او تقریرونه کولو باندې پېژندلی کېږی، د دې کال خرداد میاشته کې د عمره ادا کولو په وخت له سعودی ځواکونو له اړخه مکه ښار کې نیولی شوی وو.

د پاکستان رسنۍ او خلک، زید حامد د امریکه، صهیونیزم او آل سعود خلاف تقریرونو او مرکو باندې پېژنی.

دا پاکستان تحلیلګر اعتقاد لری چې د پاکستان ډېر مشکلات د عربستان، رژیم سهیونیزم او د امریکا مخفی فعالیتونو او دسیسو له کبله دی.

سید زید حامد د کال په اول کې او له دې نه مخکې چی ونیولی شی، تقریرونو او مرکو کې د یمن په هکله د عربستان په سیاست باندې سخته نیوکه کړی وه.

هغه همیشه د عربستان له اړخه د داعش او القاعده ترهګرو ډلو حمایت باندې نیوکه کوی.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3393280

captcha