قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د peshawar.icro.ir ویبپاڼې نه په نقل، د قرآن مجید کلنی مقابله د محرم په مناسبت سره د خیبر اسلامی کلتور انجمن په مرسته د پاکستان پېښور پوهنتون اسلامیه پوهنځی کې پیل شوی.
په دې مقابله کې د رمیز حسین، ضیاء الحق او اویس داوری سره د خیبر پختونخوا ولایت نه ۴۵ قاریانو ګډون وکړو.
فتح الرحمن، زین ابوبکر، عبدالباسط او مصعب په ترتیب سره ړومبۍ نه تر څلورم پوری مقام تر لاسه کړو چې د ړومبۍ نه تر دریم مقام ترلاسه کونکو ته د خیبر اسلامی کلتور انجمن مشر له اړخه نقد هدیه هم ورکړلی شوه.
همدارنګه د پاکستان پېښور خانه فرهنګ ایران مشر د دې مقابلو غوره کسانو ته او د پاکستان لوی قاری عبدالرئوف مدنی د خیبر اسلامی کلتور انجمن مشر او د بهرنۍ ژبو ادبیاتو پوهنځی مشر عبدالسلام ته یو جلد د قرآن کریم اردو ژباړه هدیه کړه.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3393801