IQNA

هند کې حلال نړیواله کانفرانس پیل شو

2:48 - November 06, 2015
د خبر لمبر: 3443876
نړیواله ډله: هند کې حلال نړیواله کانفرانس په ۱۰ او ۱۱ آبان پیل شوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د  «The Hindu»خبرونو بنسټ نه په نقل، دا کانفرانس چې دوه ورځی پیل شو د حلال تجارت، صنعت او ګرځندوی باندې تاکید سره نړۍ کې نوې چلن څرګندولو سره د هند «پودوچری» کې پیل شو.

دینی عالمانو، بنسټ ایښودونکو، ټولنیزه فعالانو او د حلال مارک منښتلیک ورکوونکې له منځنې ختیځ هیوادونو نه او د نړۍ نورو سیمو نه یی په دې کانفرانس کې چې د (حلال مارک اخلاقی سمون او د ژوند پایېدونکې طریقه) عنوان لاندې پیل شو په کې ګډون وکړو او خبری اتری پری وکړی.

سینګاپور کې د حلال خپروولو نړیواله دفتر  (UNWHD)مشر محمد جینا، د دې کانفرانس پرانیستا مراسمو کې وویل: د حلال نړیواله ورځ لیکنه عالمانو او اسلامی پوهاندو له اړخه لیکلې او سمه شوی ده.

هغه وویل: د حلال مفهوم نه غلط مطلب هم اخیستلې شوی، حلال یواځې د حیواناتو حلاله نه ده بلکې د ژوند کولو طریقه عنوان سره د بشری ټولنې هر څه ته شاملېږی.

د حلال نړیواله ورځ ټاکلو اصلی هدف حلال سره د یو چاپېریال اسان جوړښت، ټولو ته خوارک کې امنیښت ورکولو کوښښ، نړۍ نه اولږه لرې کولو لپاره اتحاد، یو نړیواله انسانی ټولنه جوړول او د ژوند چاپېریال او طبیعیت نه حفاظت دی.

د دې کانفرانس تقریر کوونکې او دبی کې د عرب کسب او کار اتحادیه مشر هم وویل: حلال ګرځیندوی په ځینې هیوادونو کې لکه مالیزیا، ترکی، او امارات کې همدارنګه په مختګ او خپرېدو ده او دا هیوادونه د اسلامی ګرځیندوی مرکز ته بدلون کوی.

هغه زیاته کړه: پیش بینی کېږی چې د مسلمانانو ابادی به د ۱.۷ میلیارد نه په ۲۰۳۰ کې ۲.۲ میلیارد ته اورسېږی چې دا کار په راروان وخت کې د حلال ګرځیندوی اهمیت باندې دلالت کوی.

http://iqna.ir/fa/News/3434665

captcha