IQNA

هند کې د اسلام پېژندنې کمپاین پيل شو

12:14 - July 20, 2016
د خبر لمبر: 3480127
نړیواله ډله: د هند جماعت اسلامی ښځو غړو په اسلامی نظر کې تحریف او ترهګرې سره مقابلې لپاره د اسلام پېژندنې کمپاین پیل کړو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د The Indian Express خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا کمپاین د حقیقي اسلام پېژندنې او د اسلام مفهوم ترلاسه کولو کې رسنۍ نه د استفاده پوهنې ته وده ورکولو موخې سره پیل شو.

هند کې د اسلام پېژندنې کمپاین پيل شو

د هند جماعت اسلامی ښځو برخې مشرې نعیمه انصاري وویل: د اسلام پېژندنې کمپاین د ملي سولې او ټولنیزه سمون پروګرامونه به دې کال له 31 مرداد ماه نه تر 14 شهریور پورې خپل کارونه ترسره کوې.

هغې زیاته کړه: همدارنګه دې کمپاین سره سره د مختلفو سازمانونو په مرسته د بنګال ولایت کلیوالي سیمو ته به ځو او کلیوالې ښځې به له اسلام واقعي ماهیت سره اشنا کوو.

انصاري څرګنده کړه: دا کمپاین تضمین کوې چې لومړۍ درس چې دا ښځې به خپل ماشومانو له ورکوې د اسلام په اړه به ورکوې، چې د سولې پيغام دی، د هغه غلط او ناسم خبرو چې د ځوانانو ذهن پرې وینځې په نتیجه کې به هغې سره مقابله کوي.

هغې زیاته کړه: باید ټولنیزه رسنۍ او انټرنیټ سره په ستر ډول د ښځو پوهنې لپاره کار وکړو چې یو اوږدې مودې پورې به د اسلام په اړه به د غلط مفهومونو مخنیوې کوې.

نعیمه انصاري وویل: یو شمېر ښځې چې له ټولنیزه رسنۍ نه استفاده کوې، ډېرې لږې دې او مونږ هڅه کوو چې له ویبپاڼو او مختلفو غوښتنلیکونه نه د اسلام حقیقي پوهنو خپرولو او راروان نسل ته انتقال ورکولو لپاره ترې استفاده وکړو.

انصاری څرګنده کړه: ښځې باید دارنګه پوهنې ترلاسه کړې چې د خپلو ماشومانو د اسلامی پوښتنو ځوابونه ورکولې شي.

انصاری وویل: د هند جماعت اسلامی اراده لرې چې ټولنه کې د ښځو فعالیت زیات کړې ځکه چې کله هم یو پېښه ترسره کېږي نو داسې ښکارې چې کورنۍ ښځې له دې نه بې خبر دې او دا حالت باید بل شي.

http://iqna.ir/fa/news/3515809


captcha