IQNA

د ۵۰ زره میانمار مسلمانانو بنګلادېش ته تېښته

7:53 - January 02, 2017
د خبر لمبر: 3480338
نړیواله ډله: د بنګلادېش بهرنې چارو وزارت اعلان کړې چې د دې کال مهر میاشتې له منځ نه تر اوسه تقریباْ د روهینګیا ۵۰ زره مسلمانان د میانمار د ځواک له وژلو او ظلم نه بنګلادېش ته را تښتېدلې دي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پرس خبرونو چینل نه په نقل، د بهرنۍ چارو دې وزارت په ډاکا کې د میانمار سفیر احضار کړې چې خپل خفګان او نیوکه یی د مسلمانانو اقلیتونو په خلاف تاوتریخوالي او ظلم ته ادامه ورکولو باندې ورته څرګنده کړې.

د ډاکا حکومت همدارنګه د ۳۰۰ زره میانماري مسلمانانو بېرته تللو غوښتنه وکړه چې په غیر قانونی توګه په بنګلادېش هیواد کې ژوند کوې.

د روهینګیا مسلمانان د میانمار د ټولو نفسونو څلورمه برخه جوړېږي او ځان د راخین اوسېدونکې بولې، خو ولی د میانمار حکومت دغه مسلمانان کډوال ګڼې چې له بنګلادېش نه راغلې وو او هم له دې کبله هغې ته اوس د میانمار تابعیت ورکولو نه ډډه کوې.

سره د دې د میانمار ځواک، بودائیان چې دغه هیواد اکثریت لري، د روهینګیا مسلمانان باندې همېشه ظلم او زیاتي کوې، په دې شخړو کې تراوسه په سلګونو کسان مړه او په زرګونو کډوال شوي.

د عفو نړیواله سازمان د پیر(۲۹ آذر) په ورځ په راپور کې اعلان وکړو چې د میانمار پولیس او ځواکونه بي هدفه د روهینګیا طرف ته ډزي کوي، ښځو او نجلکیو سره زیاتي کوې، د هغې کورونو ته اور ورکوي، د روهینګیا سړې بندې کوې او د هغې په هکله بیا هیڅ اطلاع نه ورکوي.

د روهینګیا اکثره مسلمانان چې بنګلادېش کې پناه اخیستلې په موقتې سر پناه، د کډوالو په رسمي کمپونو او یا د دغه هیواد په شرق جنوب کلو کې مېشت دې.

ډېرو د فرانس خبرونو سره مرکه کې د وحشت نه ډکې خبرې وړاندې کړې، او د امنیتي ځواکونو د لاسه قتل شوي او بندې شوي کسانو په هکله یی خبرې وکړي.

میانمار د بهرنې خبریالو او څېړونکو روهینګیا ته د ننوتلو مخنیوې کړي او ادعا لري چې د روهینګیا مسلمانانو سره هیڅ قسمه بد رفتار او تاوتریخوالي نه کېږي.

میانمار کې د روهینګیا قومي راپورونو خپرېدو سره د بنګلادېش حکومت باندې خپل سرحدونه پرانیستلو لپاره زورنې شورو شوې وې، خو ولی ډاکا د دې زورنو ته پام ؤ نکړو او د خپل سرحدونو او ساحلونو ساتونکې ځواک ته یی د روهینګیا کډوالو مخنیوې لپاره وده ورکړه.

د بنګلادېش سرحدونه ساتونکې ځواک، له تېرو درې میاشتو نه د روهینګیا په زرګونو ښځې او ماشومانو مخنیوي کړي کوم چې دې هیواد ته په بېړو کې راغلې دې.


captcha