IQNA

د روهینګیا مسلمانانو مرستې لپاره د اروپا د پلاوی را تلل

8:31 - January 05, 2017
د خبر لمبر: 3480346
نړیواله ډله: د اروپا پلاوی چې د اروپا ټولنې اجرائې څانګه ده ۳۰۰ زره یورو د روهینګیا کډوالو چې له میانمار نه بنګلادېش ته تښتېدلې، مرستې لپاره ټاکلې دي.
د روهینګیا مسلمانانو مرستې لپاره د اروپا د پلاوی را تلل

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Eurasia Review خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، له دې نه مخکې د روهینګیا ۳۰ زره مسلمانان د میانمار د ځواکونو ظلم نه له دغه هیواده تښتېدلي او په زرګونو د روهینګیا مسلمانان بي کوره شوي چې بنګلادېش ته تلې دي.

د میانمار د ځواکونو له اړخه شوي ظلم د بشري حقوقو د خپو لاندې کول دي چې په کې ډله یز وژنه، زیاتې کول، لوټول او سوځول دی چې د روهینګیا ډېر مسلمانان یی له دغه هیواد نه تللو باندې مجبور کړي دي.

که څه هم د بنګلادېش هیواد د روهینګیا مسلمانان کډوال نه ټاکې او د دغه خلکو د دغه هیواد په خاوره کې خپه اېښودلو مخنیوې کوې خو ولی د روهینګیا مسلمانان همدارنګه خپل دغه ګاونډي هیواد ته راځي.

د ملګرو ملتونو سازمان یو چارواکې اعلان کړې چې د میانمار په راخین ولایت کې د میانمار د ځواکونو په سیستماتیک ډول د روهینګیا مسلمانانو له دغه ځې نه ویستلو شاهد دي.

د اروپا پلاوی چې د اروپا ټولنې اجرائې څانګه ده ۳۰۰ زره یورو د روهینګیا کډوالو چې له میانمار نه بنګلادېش ته تښتېدلې، مرستې لپاره ټاکلې دي.

د اروپا د بشر ملګرتیا پلاوی مرستې برخې مشر وویل: د روهینګیا ډېرې کورنۍ له میانمار نه وتلې دي او تش لاسه بنګلادېش ته رسېدلې او مرستې ته اړتیاوې لري، د اروپا د مرستې پلاوی لومړۍ مرستې د کډوالو لومړۍ اړتیاوې پوره کولو او له هغې نه حمایت کول شامل دي. د روهینګیا مسلمانان د نړۍ ترټولو مظلوم اقلیت شمېرلې کېږي.


captcha