قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، فلپاین کې د ایران کلتوري سازمان ایکنا ته خبر کې وویل: دا مقابلې په فلپاین کې د ایران کلتوري سازمان په مشورې او مرستې سره د زیارت ورځې په ۱۴ بهمن باندې په مهلیکا سیمه کې پیل شوي.
په دې مقابلو کې د مانیل سیمې نه ۱۵ قاریانو ګډون وکړو او په اخیره کې درې قاریانو ته او درې نجلکیو ته د ښه قرائت کوونکو په توګه انعامونه ډالي شو.
د دې مقابلو د پرانیستا مراسمو کې، فلپاین کې د ایران کلتوری سازمان مشر محمد جعفری ملک خپلو خبرو کې د مقابلې پیل کوونکو چارواکو نه مننه وکړه، او د قرآن کریم مهم پیغام د مسلمانانو ترمنځه د سولې او یووالی حفظ کولو مهم سرچینه وټاکله او وې ویل: نننۍ نړۍ کې چې د اسلام دښمنان د مسلمانانو ترمنځه د دښمنۍ او ډله ډلبندۍ هڅې کوې باید د قرآن کریم په فرامینو سره نړۍ ته ثابته کړو چې اسلام د سولې او عدالت دین دي او د تاوتریخوالي او افراط د اسلام سره هیڅ اړیکې نه لري.
هغه زیاته کړه: د قرآن قرائت او دارنګه مقابلې پیل کول ډېر ښه پروګرام دي او هڅه لرم چې د آبی مانیل جومات دارالقرآن به را روان کالونو کې د قرآن مقابلې پیل کوونکې بنسټ وګرځي.
جعفري ملک په اخیره کې د فلپان مسلمانانو چارو بنسټ له اړخه د مانیل ښار په بله سیمه کې د یو نوې دارالقرآن پرانیستا نه حمایت وکړو او وې ویل: جمهوری اسلامی ایران د یو ملګرې هیواد په توګه د فلپان مسلمانانو چارو بنسټ د دې کار نه حمایت کوي.
د آبی جومات امام استاد عبدالرحمان حسن سیدی ادامه کې، د ایران نه د دارالقرآن پرانیستا کې مرستې باندې مننه وکړه او وې ویل: فلپاین کې د ایران سفارت یواځې د یو اسلامی هیواد سفارت دي چې د قرآن کریم کلتور خپرولو لپاره د قرآن کریم زدکړې یو سازمان نه یی حمایت وکړو او مرسته یی وکړه، چې دا کار یی د ستاینې وړ لري.
هغه زیاته کړه: د شیعه او سني مباحث او د امریکا اسلام له اړخه د خطرو نه مونږ هر وخت ایرانی ملګرو خبر کړې یو او مونږ یی په دې اړه هوښیار کړې یو چې له ډله ډلبندۍ مخنیوي وکړو.
عبدالرحمان حسن سیدی څرګنده کړه: ایرانی ملګرې د قرآن کریم د دغه آیت «واعتصمو بحبل الله ولاتفرقوا»(آیه 103 آل عمران) له مخې د دښمنانو له اړخه د ډله ډلبندۍ مخنیوې کوي.
هغه په اخیره کې تاکید وکړو: مسلمانان دې پوهه شي، ډله ډلبندي هر وخت له ډله ډلبندۍ فکر او ذهن نه ورستو را څرګندېږي.
هغې مخکې د مسلمانانو ذهن دغه خبرو سره خراب کړي او بیا د ډله ډلبندۍ پرې عملي کړي او افراط ته یی برابر کړي، مونږ باید د قرآن کریم لمنه ونیسو او متحد وو چې د دښمنانو نا پاکي دسیسې عملی نشي.
http://iqna.ir/fa/news/3570185