IQNA

پاکستانی زړه روښانه قاري:

پرته د سواد او تقلید سره د قرآن حافظ شوم/ د اسلامی اتحاد راوستلو لپاره د ایران له هڅو ستاینه

9:00 - April 24, 2017
د خبر لمبر: 3480487
نړیواله ډله: سره د دې چې مدرسې ته نه یم تلې او سواد نه لرم د قرآن کریم حفظ می په کور کې یواځې او د ترتیل استادانو آواز نه تقلید کولو سره یاد کړو او د قرآن کریم حفظ کولو کې کامیاب شوم، قرآن معجزه ده، هر څوک چې ورته مخ کړي الله د هغه مقصد په ډېره آسانه هغه ته ورکوې.
پرته د سواد او تقلید سره د قرآن حافظ شوم/ د اسلامی اتحاد راوستلو لپاره د ایران له هڅو ستاینه

آفتاب خان محمد زمان د پاکستان زړه روښانه قاری او حافظ چې د ایران قرآنی نړیواله مقابلو په ۳۴ دورې کې د قرائت په برخه کې ګډون کړې د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې وویل: د قرآن کریم سره آشنا کېدو نه مخکې د لړوند والی ژوند می په تېرو کې تېرولو خو ولی د قرآن کریم سره مینې نه ورستو الله زما په سترګو کې دارنګه نور واچولو چې په ژوند کې بد نه وینم، بلکې ډېر آرام او رضایت سره ړوند والی یو نعمت شمېرم.

هغه دې آیت«یا أَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جاءَکُمْ بُرْهانٌ مِنْ رَبِّکُمْ وَ أَنْزَلْنا إِلَیْکُمْ نُوراً مُبیناً: نو هغه كسان چې ايمان يې راوړى دى په الله اومنګولې يې خښې كړي دي په ( دين د) ده نوزربه داخل كړي ( الله ) دوى په رحمت كې چې له جانبه دده دى اوپه مهربانۍ كې اوهدايت به وكړي ( وبه ښيي الله ) دوى ته خپل لوري ته لاره سمه صافه ( داسلام اواطاعت )«سوره نساء مبارک ۱۷۴ آیت». قرآن کریم نور دی او خلک بې د دې نه حقیقت او رڼا نشې ترلاسه کولې.

دې پاکستانی زړه روښانه قاری زیاته کړه: سره د اووه او لسیزه قرائتونه د پاکستان له لویو استادانو نه زدکړې سره قرآن کریم می کور کې په یواځې او د ترتیل استادانو آواز نه تقلید سره یاد کړو.

آفتاب خان قرآن کریم قرائت او حفظ له ژوند لپاره ډېره مهمه انګېزه ټاکلو سره څرګنده کړه: که قرآن نه وې نو زما لپاره چې ړوند یم ژوند تېرول ډېر سخت شوی به وو. خو ولی زه اوس قرآن سره ژوند کوم چې ژوند می له خوشحالۍ او لذت نه ډک دې ځکه چې د دې نړۍ ژوند او ستونزې اوس تحمل کولی شم.

د اسلامی اتحاد لپاره د ایران له هڅو ستاینه

همدارنګه کرام الله له پاکستانی استادانو نه چې له دې زړه روښانه سره وو، د ایران قرآن کریم نړیواله مقابلو په اړه وویل: د دې مقابلو تر ټولو مثبت اثر د اسلامی هیوادونو او د اهل سنت او شیعه سره یوځای راټولول دی. له دې انکار نشته او مونږ په ایران کې دې خبرې ته پام شو چې د شیعه او سنی ترمنځه فرق نشته.

هغه د قرآنی مقابلو پيل کول او په تېره د ړندو لپاره دا مقابلې پيل کول ډېر ګټور وبللې او زیاته یی کړه: ایران د قرآن مهد دی او د نړۍ له مختلفو هیوادونو غړو ته دعوت او دارنګه مقابلې پیل کول د مختلفو قومونو او کلتورو له یو بل سره د اشنایی او خبرې دو سبب ګرځې او د هغې ترمنځه ملګرتیا محکمه وې.

ډاکټر کرام الله څرګنده کړه: سره د دې چې زه یو سنی یم خو ولی د ایرانیانو هڅې کومې چې د مسلمانانو د اتحاد لپاره پیل کوې نه مننه کوم او د قرآنی مقابلې شعار «یو کتاب یو ملت» هم د دغه هڅو او اسلامی اتحاد ته عملی جامه اغوستلو او د ټولو مسلمانانو نه حمایت دی.

ډاکټر کرام الله په پاکستانی مدرسو کې د قرآنی کریم زدکړې الزامی ګرځولو ته اشاره وکړه او وې ویل: د ژبو تعلیم لکه اردو، انګلیسې، ریاضیات او نور درسونه د پاکستان په مدرسو کې الزامی وو خو ولی قرآن کریم او حدیث ته توجه نه وه چې دې نوې قانون سره چې د قرآن کریم زدکړې یی ټولو مدرسو کې الزامی کړې ماشومان د قرآن کریم او د هغې زدکړو سره اشنا شي.

د قرآن کریم نړیواله مقابلو ۳۴ دوره پیل کولو سره د اسلامی نړۍ د ړندو لپاره د قرآن کریم نړیواله مقابلو دویمه دوره هم د امام خمینی ره مصلی کې پیل کېږي او تر شپږم اردیبهشت پورې به د قرآن سره مینه لرونکو کوربه وې.

http://www.iqna.ir/fa/news/3591980


captcha