IQNA

هند کې د ایرانی قاریانو شهرت

1:22 - April 25, 2017
د خبر لمبر: 3480491
نړیواله ډله: اورېدونکو باندې تاثیر اچولو او قرائت باندې پوهېدو کې د قرآن کریم مفاهمو او د مانا درک کول اهمیت لري.
هند کې د ایرانی قاریانو شهرت

د هند ۱۹ کلنې قاری محمد کاشان خان قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې څرګنده کړه: د قرآن قرائت می په اوه کالو کې شروع کړې وو او په دې ټوله موده کې یو شمېر تفسیرونو مطالعه لکه «تفسیر ابن کثیر» او «جلالین» (دا تفسیر به دې علت چې دوه عالمانو جلال الدین محلی او شاګرد یی جلال الدین سیوطی سره لیکې د جلالین په نوم شهرت لري) می وکړه او د قران کریم مفاهیم می په ښه توګه درک کړل.

هغه وویل: د آیاتو مانا درک کول د تلاوت موسيقي ډول کې مرسته کوې او د آیاتو مفهوم درک کولو سره تلاوت د آیت هدف واخلې او په اورېدونکې اثر اچولو کې مرسته کوې.

د هند قاری د دې پوښتنې په ځواب کې چې قرآن په ځانګړې ژوند باندې څه تاثیر لرې وویل: د قرآن د اثر په هکله دا ویلې شم چې قرآن زما ژوند دی او قرآن پخپله ژوندون دي.

محمد کاشان مور او پلار د قرآن لومړي معلم په توګه ولمانځل او زیاته یی کړه: مور او پلار می همېشه د لارښود او معلم په توګه زما په ژوند کې موجود دی او د هغوي مرستې او لارښودنه که نه وې نو زه به هیڅکله بریالی نه وم.

هغه چې لومړي ځل دی په نړیواله مقابلو کې ګډون کړي په دې دوره کې شتون خپل د قرآنی فعالیتونو یو لوی بریالیتوب ګڼې، هغه وویل: د دې مقابلو نه مخکې هند کې د قرآن ملي مقابلو کې لومړي مقام می ترلاسه کړې وو او د هند د غړې په عنوان ایران ته دعوت شوم.

د هند قاری په هند کې د قرآن کریم په زدکړو کې ورستو پاتې کېدل د دغه هیواد په مدرسو کې د قرآنی زدکړو نشتوالی وښودو او وې ویل: په حکومتی مدرسو کې عربی ښودلې کېږي او همدا د مسلمانانو ماشومانو لپاره یو فرصت دی چې قرآنی زدکړې ترلاسه کړې او د هغې مانا ته توجه وکړې.

هغه د ایران ځوانانو ته سپارښتنه وکړه چې د قرآن کریم زدکړې ترلاسه کولو کې غفلت ؤ نکړې ځکه چې ایران یو کامل اسلامی هیواد دی او د قرآنی مقابلو پيل کول دا ښودنه کوې چې د ایران حکومت تر کومه پورې د قرآن د قاریانو او حافظانو نه حمایت کوي.

هند کې د ایرانی قاریانو شهرت

محمد کاشان د ایران ښکلې آواز لرونکې قاری «حامد شاکر نژاد» ته اشارې سره وویل: د ایران قاریان د هند په قاریانو کې ډېر شهرت لري او مونږ د ایران د قاریانو د تلاوت نه لذت او خوند ترلاسه کوو.

هغه خپل استاد قاری فرهاد سلطان خان یاد کړو او وې ویل: هغه په کال ۲۰۱۴ کې د ایران نړیواله مقابلو کې ګډون کړې وو او همېشه به یی د دغه مقابلې ښکلې یادونو ذکر کولو ما به همېشه دا ارزو لرله چې زه هم په دې مقابلو کې ګډون وکړم او اوس د الله شکر کوم چې خپل ارزو می پوره کړو.

د هند قاری د ایران مقابلې بې نظیره مقابلې وټاکلې او وې ویل: د ایرانیانو استقبال او احترام کوم چې دوې د بهرنې قاریانو لپاره د لمانځلو وړ لري او سره د دې چې زه اهل سنت یم خو ولی دلته نورو شیعه قاریان سره بیا هم د يووالي احساس نه کوم.

http://iqna.ir/fa/news/3592177


captcha