IQNA

محمد یوسف البدر:

ټوله کورنۍ می د قرآن حافظه ده/ انګلیس کې د قرآنی موسسې تأسیس

13:05 - April 25, 2017
د خبر لمبر: 3480492
نړیواله ډله: ایران نړیواله قرآنی مقابلو ۳۴ دورې په قرائت برخه کې د انګلیس غړې وویل: د انګلیس په قرآنی کورنۍ کې وزېږېدم او ټوله کورنۍ می د قرآن کریم حافظه ده.
ټوله کورنۍ می د قرآن حافظه ده/ انګلیس کې د قرآنی موسسې تأسیس

د انګلیس نه د قرآن کریم د مقابلو داور، د ټول قرآن حافظ، قاری، د قرآنی علمونو او د قرآن کریم استاد محمد یوسف البدر چې د ایران قرآنی نړیواله مقابلو ۳۴ دوره کې د انګلیس هیواد د غړې په توګه شتون لرې قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې څرګنده کړه: یوه قرآنی کورنۍ کې وزېږېدم او زه او زما مشر ورور شیخ یاسر البدر د اروپا او انګلیس مشهور قاریان یو.

هغه زیاته کړه: د الله نه شکر کوم چې ټوله کورنۍ د قرآن حافظان یو. زه د قرآن کریم قاری او استاد یم او د قرآن قرائت او کلتور خپرولو لپاره د مختلفو هیوادونو سفر می هم کړي.

محمد یوسف البدر څرګنده کړه: د اسلامی نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې د قرآنی مقابلو داور پاتی شوی یم او هیله لرم چې د نړۍ په ټولو سیمو کې د قرآن د الله تعالی د ښکلې کلام په توګه او د قرآنی علمونه تدریس کړم.

انګلیس کې د بدر قرآنی مرکز تأسیس

د انګلیس کې د بدر قرآنی مرکز تأسیس ته اشارې سره وویل: نن مونږ په انګلیس کې یو قرآنی ستر مرکز د خپل ورور یاسر په همکاري سره د بدر قرآنی او د قرآنی علمونو مرکز جوړ کړې دی چې په د مختلفو هیوادونو نه په سلګونو قاریان او حافظان ښودنې ترلاسه کوې.

د ایران قرآنی نړیواله مقابلو ۳۴ دوره کې د انګلیس غړي د خپل قرآن نړیواله مقابلو کې د شتون په هکله وویل: تراوسه می بې له ایران نه نورو نړیواله مقابل کې ګډون نه دی کړي، ځکه چې تراوسه د قرآن زدکړې او تدریس کې مشغول وم، خو ولی په انګلیس کې او د انګلیس نه بهر می د قرآنی مقابلو داوري کړې.

محمد یوسف البدر په انګلیس کې قاریانو او حافظانو ته ور پېښه ستونزو پوښتنې په ځواب کې وویل: په دې اړه انګلیس کې څه خاص ستونزې نه لرو او په دغه هیواد کې موجود قرآنی فعالیت کوونکې ادارې مونږ سره ضروري همکاري کوې او له قرآنی فعالیتونو نه حمایت کوي.

قاریانو ته سپارښتنه

البدر د خپلو خبرو پایی کې قاریانو ته سپارښتنه کې وویل: قاریان باید له خپل حنجره او غږ حفاظت وکړې د قرآنی غږ نه حفاظت مهم دی ځکه چې قاریان له ډېرو هڅو او له تمرین نه ورستو ښکلې آواز ترلاسه کوې نو ځکه باید له هغې نه حفاظت وکړې او نباید له هغه څه چې لازم وې خپل اواز مصرف کړی چې حنجره یی روغه پاتی شي.

http://iqna.ir/fa/news/3592435


captcha