IQNA

د شعبان میاشتې د اخترونو په مناسبت د حضرت عباس علیه السلام د زیارت سینګار + انځور

23:07 - April 29, 2017
د خبر لمبر: 3480496
نړیواله ډله: د شعبان میاشتې شورو کېدو سره د امام حسین علیه السلام او د حضرت عباس علیه السلام زیارتونو، انګړ او زیارتونه سینګار شول.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د زیارت خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د شعبان میاشتې اخترونو په مناسبت او د دغه اخترونو لمانځلو لپاره د حضرت عباس علیه السلام زیارت د خدمت کوونکو له اړخه دغه سپېڅلې زیارت سینګار شو.

د شعبان میاشته کې، د امام حسین علیه السلام، د امام زین العابدین علیه السلام، د امام مهدی عج الله تعالی فرجه، حضرت عباس علیه السلام او د حضرت علی اکبر علیه السلام د زوکړې اخترونه دی.

هم په دې مناسبت د کربلا د علمدار حضرت عباس علیه السلام سپېڅلې زیات یی ټول سینګار کړي او د دغه زیارت انګړ له ګوټ کوټ نه د خوشحالۍ او جشن مشاهده کېږي.

همدارنګه ګلدستې او د زیارت دېوالونه یی هم رنګ په رنګ څراغونو نه سینګار کړي او د حرم مطهر کار کوونکې او خدمت کوونکې هم د اختر مراسم پیل کولو او اختر کې د زائرانو خدمت کولو لپاره ځانونه تیار کړي.


http://iqna.ir/fa/news/3593953


captcha