قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د bristolpost خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا غونډه به د لیست ویل، شاه جلال په جامع جومات کې او د «ماروین ریز» د «لینکلنشر» ښار ښاروال او د دې ښار دمسلمانانو مرستیال په حمایت سره پيل کېږي.
سلطان خان یو خبرې ویب پاڼې سره مرکه کې د دې غونډې پيل کولو هدف د یو شهید او ۱۰ ژوبل کسانو کورنو سره د خواخوږي اعلان وو او هغه وویل: غواړو چې د ښارونو، کلو، ولایتونو او د انګلیس سراسر خلکو ته دا پيغام تر غوږه کړو چې مسلمانان یواځې مسلمانان دی ترهګر نه دي.
هغه زیاته کړه: د مسلمان ترهګر نومې اصطلاح شتون نه لري او ترهګر یواځې ترهګر دي.
خان څرګنده کړه: مونږ په مسلمانانو باندې بریدونه محکوم کوو خو ولی د مسیحیت دین او مسیحیان په دې نه ملامته کوو او د دې پېښې عامل یواځې یو ترهګر ګڼو.
«ماروین ریز» د «لینکلنشر» ښار ښاروال هم په اخیره کې وویل: د خلکو اتحاد او یو والی ضروري دی خو ولی حکومت هم باید په دې اړه اقدام وکړي.
http://iqna.ir/fa/news/3611504