IQNA

د قازان اسلامی فلم جشنوزمه کې د نړۍ درېمه حصه هیوادونه

0:10 - June 23, 2017
د خبر لمبر: 3480558
نړیواله ډله: د نړۍ درېمه حصه هیوادونه د قازان اسلامی فلم جشنوزمي نوې دوره کې چې د دې کال په شهریور میاشته کې پيل کېږي ګډون کوې.
د قازان اسلامی فلم جشنوزمه کې د نړۍ درېمه حصه هیوادونه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، مسکو کې د ایران کلتوری سازمان خبرونو ویبپاڼې m.islam-today.ru د ۸۵ شمېرې هفته نامه «د روس نننی کلتور او ټولنه» کې لیکلې: د قازان مسلمانانو سینما نړیواله جشنوزمې نوې دوره کې چې د دې کال د شهریور میاشتې ۱۴ نه تر۲۰ پورې په تاتارستان مرکزي ښار کې پيل کېږي، په کې د آذربایجان، آلبانی، ارمنستان، الجزایر، بوسنی، بنګلادش، بلاروس، استرالیا، نایجېریا، تاجیکستان، روس، جاپان، آمریکا، کانادا، فیلیپین، ترکی او ایران هیوادونه ګډون کوې.

د خرداد میاشتې په ۱۱ (۲۰۱۷ کال جون میاشتې لومړۍ تاریخ) باندې د قازان مسلمانانو سینما نړیواله جشنوزمی نوې دوره کې د ګډون غوښتنې وخت تر پایی ورسېد او د نړۍ له ۶۱ هیوادونو ۷۸۲ درخواست ثبت شوی. د کمېټه اعضاء د فلمونو کتنې او څېړنو کې بوخت دې.

همدارنګه د افغان ځوانه کارکوونکې شهربانو سادات، چې کن فلم باندې په کال ۲۰۱۶ کې جایزه ترلاسه کړې وه، د چین مشهور کارکوونکې وان سوئبو، د شرافت عرب آوا له تاجیکستان دا کسان به خپل آثار دې جشنوزمی ته را لېږي.

په دې جشنوزمه کې ګډون کوونکې کسانو شمېر او څړني د دې جشنوزمې له تېرو ۵ کالو نه اعتبار او سطح اوچتولو لپاره ترسره کېږي، په دې جشنوزمه کې د درخواست کوونکې هیوادونو او د داروانو شمېر هم زیات شوې دی، په کال ۲۰۱۳ کې د درخواست ورکوونکو شمېر له ۳۰ هیوادو نه ۳۰۰ کسان وو او په کال ۲۰۱۵ کې له ۵۳ هیوادونو نه د درخواست کوونکو شمېر ۶۰۰ کسان وو او همدارنګه په کال ۲۰۱۷ کې له ۶۰ هیوادونو نه تقریباْ ۸۰۰ درخواست په دې جشنوزمه کې د ګډون کوونکو له اړخه ترلاسه شوې وو چې دا د دغه جشنوزمی په سطح او اعتبار کې د زیاتوالی نښه ده.

د قازان مسلمانانو نړیواله سینما ۸ جشنوزمی چارواکې آلبینا نافیګووا، وویل: د دې په شمېره کې زیاتوالی د خوشحالې نښه ده. مونږ نه غواړو چې د نړۍ ټول ۱۹۳ هیوادونه دې جشنوزمه کې ګډون لپاره جذب کړو، دا ممکنه نه ده، ځکه چې هر ځای کې پرمختګه سینما شتون لري او د درخواستونو دا زیاتوالي مونږ د قازان اسلامی فلم جشنوزمی شهرت او اعتبار کې پرمختګ او په ټولنه کې د هغې اهمیت ګڼو.

http://iqna.ir/fa/news/3611407


captcha