قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام علی علیه السلام د زیارت اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د امام علی علیه السلام زیارت سره تړلې دارالقرآن کریم رسنۍ مرکز مرستیال علاء محسن په دې اړه وویل: دا غونډه دریم کال لپاره د ۸۰ کسانو شتون سره د قرآن زده کوونکو او استادانو ملي پروګرام «امیر القراء» او زدکړې لپاره پیل کېږي.
هغه دې ته اشارې سره چې دا محفل د الله د کلام د آیتونو تلاوت سره د یو شمېر قاریانو سره یوځای تلاوت سره شورو شو، وویل: د امیر القراء ملي پروګرام دې کال د ۶۰ قرآن زده کوونکو شتون سره د عراق د ۱۰ ولایتونو په ۴ مدرسو کې پیل کېږي.
هغه همدارنګه وویل: په دې پروګرام کې ۱۵ قرآن زده کوونکې چې دویم مرحلې ته رسېدلې دی، د شیخ عبدالفتاح شعشاعی تلاوت سره یی تمرین کړې وو او ورپسې مرحله کې د «مصطفی اسماعیل»، «احمد محمد شبیب»، «حمدی الزامل» سره نورو قاریانو تلاوت به وړاندې کېږي.