IQNA

په مکه کې د حاجيانو د استوګنې په ځای کې اور

11:19 - August 10, 2017
د خبر لمبر: 3480626
نړیواله ډله: د مکه مکرمه دفاعي مدنی ادارې د منګل په ورځ د العزیزیه په سیمې کې د الله د کور د حاجيانو د استوګنې په ځای کې د اور قابو کولو خبر ورکړي.
په مکه کې د حاجيانو د استوګنې په ځای کې اور

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د شفقنا خبرونو نه په نقل، د مکه مکرمه په العزیزیه سیمه کې د هندي حاجيانو د استوګنې ځای ۳۹۱ باندې اور لږېدلې.

د مکه مکرمه دفاع کلې ادارې رسمي ویناوال سرګرد نایف الشریف په دې اړه وویل: د منګل په سحر ۷:۳۱ بجې د العریزیه په سیمه کې د اور لږېدو خبر ماته راکړې شو چې د هندي حاجيانو د استوګنې ځای ۳۹۱ باندې اور لږېدلې او دغه وخت هندي حاجيانو په کې شتون لرلو.

شریف زیاته کړه: مرستیال ټیمونه په لږ وخت کې ځانونه دغه ځای ته رسولې او حاجيان یی له دغه عمارت نه بهر کړې او اور یی قابو کړي دي.

هغه دې ته اشارې سره چې دې پېښه کې هیڅ زیان نه دی شوې زیاته کړه: د مکه مکرمه مدنی دفاع ادارې څېړنې غونډې خپلې څېړنې د اور لږېدو اسباب معلومولو لپاره شورو کړې.

http://iqna.ir/fa/news/3628183


captcha