قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د شفقنا خبرونو نه په نقل، د مکه مکرمه په العزیزیه سیمه کې د هندي حاجيانو د استوګنې ځای ۳۹۱ باندې اور لږېدلې.
د مکه مکرمه دفاع کلې ادارې رسمي ویناوال سرګرد نایف الشریف په دې اړه وویل: د منګل په سحر ۷:۳۱ بجې د العریزیه په سیمه کې د اور لږېدو خبر ماته راکړې شو چې د هندي حاجيانو د استوګنې ځای ۳۹۱ باندې اور لږېدلې او دغه وخت هندي حاجيانو په کې شتون لرلو.
شریف زیاته کړه: مرستیال ټیمونه په لږ وخت کې ځانونه دغه ځای ته رسولې او حاجيان یی له دغه عمارت نه بهر کړې او اور یی قابو کړي دي.
هغه دې ته اشارې سره چې دې پېښه کې هیڅ زیان نه دی شوې زیاته کړه: د مکه مکرمه مدنی دفاع ادارې څېړنې غونډې خپلې څېړنې د اور لږېدو اسباب معلومولو لپاره شورو کړې.
http://iqna.ir/fa/news/3628183