قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د AAA آناتولی خبرونو خپرونې نه په نقل، د مدینې منورې د قرآن موزه، د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر میاشته کې جوړه شوې او په دې موزه کې د قرآن کریم قلمی نادرې نسخې شتون لري.
په دې موزه کې د بیت الله الحرام حاجيانو او نورو سیلانو ته د نړۍ په ۱۳ مختلفو ژبو کې د قلمي قرآنونو په هکله معلومات وړاندې کېږي.
د مدینه منوره قرآن کریم موزې مشر حمزه موسی آدم، دې بیان سره چې ۵۷ قلمي نادرې نسخې د دې موزې په ۱۳ تالارو کې اېښودلې شوې، وویل: په دې موزه کې له ټولو نه لرغونې قلمي قرآن د کال ۴۸۸ هجري قرآن دي چې د علی ابن محمد البطلیوسی
قلمي نسخه ده چې په مغربی خط کې لیکلې شوې، همدارنګه په دې موزه کې د قرآن کریم ترټولو ستر قلمي نسخه چې دوه پېړۍ مخکېنۍ ده هم شتون لري چې وزن یی ۱۵۴ کلو ګرام دي.
آدم په ادامه کې دې موضوع ته اشارې سره چې له کال ۲۰۱۵ نه تراوسه دې موزه ته تقریباْ له دوه ملیونو نه زیات کسان نندارې لپاره راغلې وویل: په دې کال کې د حاجيانو دې د وحي ځمکې ته را تللو سره هیله لرم چې دا شمېر به نور هم زیات شي.