قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام سپېڅلې زیارت اطلاع خپروونکې ویبپاڼې نه په نقل، د قرآنی استعداد جذب کولو پروګرام څارونکې أمل العیدانی د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت ویبپاڼې سره مرکه کې په دې اړه وویل: دا پروګرام په مختلفو هیوادونو کې د نړیواله محفلونو او مقابلو لپاره د ممتازه حافظانو او قاریانو تیارولو هدف سره پيل کېږي.
هغه همدارنګه څرګنده کړه: ۴۰ قرآنی حافظان د عراق له مختلفو ولایتونو نه په دې پروګرام کې ګډون کوې چې له دې نه مخکې د امام حسین علیه السلام د زیارت له اړخه پیل شوې د ۲۵۰۰ ګډون کوونکو پروګرام «قرآنی زر حافظان» ترمنځه دا حافظان انتخاب شوې وو.
العیداني په ادامه کې زیاته کړه: دا پروګرام به په یوه میاشته کې اجرا کېږي او په دې موده کې به د حفظ او تلاوت په اړه مختلف درسونه وړاندې کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3628830