IQNA

اسرائیل سره د اړیکو پرېکون لپاره د هند د عالمانو غونډه

15:16 - August 14, 2017
د خبر لمبر: 3480633
نړیواله ډله: د هند عالمانو او مسلمانه مفکرانو غونډه د الاقصی جومات او فلسطین موضوع باندې پیل شوه، چې د هند حکومت نه یی د اړیکو پرېکون غوښتنه هم وکړه.
اسرائیل سره د اړیکو پرېکون لپاره د هند د عالمانو غونډه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، په بمبئی کې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، د بمبئی ښار په بلال جومات کې د رضا اکاډمۍ له اړخه د مسلمانانو عالمانو او مفکرانو شتون سره د اسرائیل غاصب نه د مسلمانانو لومړۍ قبله اخیستلو او د هغې نه حفاظت کولو هدف سره پیل شوه.

د غونډې تقریر کوونکې مولانا معین میان، د الاقصی جومات اخیرنۍ پېښو ته اشارې سره وویل: هند د یو ازاد هیواد په عنوان باید د اشغالي ځمکې مسلمانانو ته نجات ورکولو لپاره خپل ټول زور ولګوې او سره د دې باید زر تر زره اسرائیل سره خپلې اړیکې پرې کړې.

هغه زیاته کړه: اسرائیل نه یواځې دا چې د مسلمانانو بلکې د انسانښت دښمن دې او د صهیونیستو سازمانونه او شرکتونه په نړۍ کې د نرم جنګ لومړي صف کې ولاړ دې او دا ټولې د ټولنیزه وژنې وسله ده.

دا مسلمان عالم د هند مسلمانانو نه غوښتنه وکړه چې د جمعه لمونځ مراسم پیل کولو نه ورستو د فلسطین مظلومانو ازادۍ لپاره دعا وکړې او له عالمانو او مفکرانو نه یی د هند ولسمشر په څارنه کې په دې اړه د یوې غونډې جوړولو غوښتنه وکړه.

د رضا اکاډمۍ مشر مفتی عبدالستار وویل: صهیونیستو مسلمانانو باندې ژوند تنګ کړې او په زړه پورې خبره دا چې دې تاوتریخوالی نه ډک کارونو سره بیا هم د بشري حقوقو یو سازمان هم د اسرائیل خلاف هیڅ اقدام نه کوې.

هغه زیاته کړه: اسرائیلو مسلمانان خپل هدف ګرځولې او غربی هیوادونه د اسرائیلو دې جنایاتو باندې چپ دي.

http://iqna.ir/fa/news/3629805


captcha