IQNA

د میانمار د مسلمانانو په راخین کې په تګ راتګ باندې د بندیز نوې قوانین

17:10 - August 14, 2017
د خبر لمبر: 3480634
نړیواله ډله: د میانمار حکومت د یو ملیون نه زیات روهینګیا مسلمانانو ژوند کولو ځای د راخین ولایت کې د مسلمانانو تګ راتګ باندې د بندیز لپاره نوې اصول جوړ کړې.
د میانمار د مسلمانانو په راخین کې په تګ راتګ باندې د بندیز نوې قوانین

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Straits Times خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د میانمار حکومت همدارنګه، د ملګرې ملتونو سازمان او د بشري حقوق سازمان خبردارې نه ورستو، بیا هم په سلګونو ځواکونه دغه ولایت ته لېږلي دې.

د میانمار حکومت په راخین کې د ځواکونو شتون کې زیاتوالی سره د دغه سیمه کې د روهنیګیا مسلمانانو خلاف سختې او زورزیاتي زیاتولو د نړۍ اندېښنه زیاته کړې ده.

په موجوده حال کې ډېر مسلمانان حتی له خپل کورونو نه د بهر وتلو جرأت هم نه لري.

د برما د حکومت نوې پرېکړو نه دا خبره په ګوته کېږي چې په راخین کې پیدا شوې ۷ بودایی لاشونه او د حکومت له اړخه یوځلې بیا د روهینګیا مسلمانان باندې تورنې سره ممکنه ده یوځلې بیا دغه اقلیتي ټولنه خپل هدف وګرځه وې.

تېر کال له دې نه ورستو چې په پوله باندې ۹ ځواکونه مړه شول او حکومت مسلمانان د دغه پېښې مسئول وټاکل نو د روهینګیا مسلمانانو خلاف سختې زورزیاتۍ شورو شوې وې.

د تېر کال زور زیاتو کې ۷۵ زره مسلمانان بنګلادېش ته کډوال شو چې یو شمېر په کې مړه او نور ونیولې شو، او د نورو کورونو ته یی اورونه ورکړې وو.

http://iqna.ir/fa/news/3629644


captcha