IQNA

شیعه مېشته سیمه «میرزا ولنګ » ازاده شوه

18:51 - August 15, 2017
د خبر لمبر: 3480637
نړیواله ډله: د افغانستان سرپل ولایت محلی چارواکو له میرزا ولنګ کلې د طالبانو د لاس نه ازادېدو خبر راکړي.
شیعه مېشته سیمه «میرزا ولنګ » ازاده شوه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د شفقنا خبرونو نه به نقل، د سرپل د والي خبریال رسنۍ ته اعلان کړې چې هم اوس د میرزا ولنګ سیمې کنټرول د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو په لاس کې واخیستو.

د سرپل والي خبریال تاکید وکړو چې د میرزا ولنګ سیمې ازادۍ عملیاتو په نتیجه کې ترهګر ستر زیان او تلفاتو سره مخامخ شوې چې تراوسه د دغه تلفاتو دقیق شمېر نامعلوم دي.

احمد جاوید سلیم د افغانستان د پوځ مشر ویاند هم نن سحر د خپل فیس بک په پاڼه لیکلې: د خپلو شیهدانو د وینو بدل مو واخیستو.

میرزا ولنګ شیعه مېشته سیمه ده چې تېره اونۍ طالبانو نیولې وه او دغه ډلې له دې کلې ۱۵۰ کورنۍ بندې کولو نه ورستو هغوي نه ۵۰ کسان په وحشیانه طرز په ډزو وویشتل او بیا اخیر په ۵ ورځو کې د کلې مشرانو دغه نور بندیوان د طالبانو نه ازاد کړه.

د بشري حقوقو مستقل کمېسیون او د بشري حقوقو مدافع نورو سازمانونو په میرزا ولنګ کې د ملکي وګړو وژل جنګي جنایاتو سره سمون ټاکلې.

http://iqna.ir/fa/news/3630401


captcha