IQNA

د لبنانی هنرمند له اړخه په ۱۱۴ شکلونو کې د قرآن کریم تذهیب + انځور

10:24 - October 11, 2017
د خبر لمبر: 3480725
نړیواله ډله: د لبنان هنرمند او د لرغونې تمدن او د تذهیب پوهاند مروان العریضی د قرآن کریم هره یوه سوره د تذهیب هنر نه استفاده کولو سره یو ښکلې کار رامنځته کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د لانباء آنلاین خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مروان العریضی په خپله لیکلې قرآن او په ۱۱۴ شکلونو (د قرآن کریم د سورتونو په شمېر) سره یی هره یوه سوره باندې په یو خاص شکل سره ښکلې کار رامنځته کړي قرآن کریم باندې کار کړي.

د دې لبنانی هنرمند مصحف الوان مدونه نوم لري او د تذهیب کار، قرآن پخپله لیکل او په هغې کار کول یی په لسو کالو کې ترسره کړي.

تذهیب او د قرآن کریم د شان په مطابق د عربۍ به ښکلې خط کې د هغې لیکل سره یو ځای ترکیب شوي چې لومړي ځل دارنګه طریقې سره قرآن کریم لیکلې شوي او تذهیب شوي.

د تذهیب هنر تاریخ د امویانو د وخت نه تر عثماني دور نه شورو شوي او همدارنګه د العریضی په قرآن کریم کې د فارسي سبک تذهیب هم څرګنده دي.

دا قران په واقعیت کې یو جامع هنري پوهنځی دی چې د تذهیب هنر اصلی واقعیت د وخت په اوږدو کې ښودل شوی.


http://iqna.ir/fa/news/3650317


captcha