قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الروضة الحسینیة راډیو چینل نه په نقل، د ثقلین قرآنی مقابلې دویم کال د عراق جنوبی ذی قار ولایت د قرآن کریم ټولنې له اړخه پیل شوې.
عماد فاخر د ذی قار ولایت قرآنی ټولنې مشر، د دویم کال لپاره د دې مقابلو پیل کول د عراق د دې جنوبی ولایت یو عظیم قرآنی غورځنګ وټاکلو او څرګنده یی کړه: په دې مقابلو کې د عراق له ۱۴ ولایتونو نه حافظانو او قاریان ګډون وکړو.
ګډون کوونکو به دې مقابلو کې د ټولنې په مختلفو قومونو کې د مینې او محبت فضا جوړولو او دې وحي کلام کلتور خپرولو کې د قرآنی تعلیماتو رول باندې تاکید وکړو.
په دې مقابلو کې شتون لرونکې قاریانو او حافظانو همدارنګه د اسلامی تعلیماتو خپرولو ضرورت او د قرآن کریم رول په ټولنه کې څرګندولو باندې تاکید سره وویل: د قرآن کریم مختلف ډول پروګرامونه پیل کول د ټولنې فضا روغه ساتلو کې اثر لري.
http://iqna.ir/fa/news/3653359