IQNA

عربو هیوادونو په مصر کښې بیړنۍ غونډه وکړه

9:44 - December 10, 2017
د خبر لمبر: 3480861
نړیواله ډله: د ایران اسلامي جمهوریت لومړنی هیواد وو چې د امریکا د ولسمشر دغه اقدام یې وغاند .
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مهر خبری اژانس وایی د عربو اتحادیې دبهرنیو چارو وزیرانو بیګا دقدس په باره کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د وروستۍ فیصلې په اړه دمصر په پلازمینې قاهرې کښې بیړنۍ غونډه وکړه .
د عربو اتحادیې مشر « احمد ابوالغیظ »په دغه غونډې کښې د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په معرفی کولو کښې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقدام په غندلو سره وویل دغه اقدام باطل او ظالمانه دی .
هغه دامریکا د ولسمشر اقدام نیواکګرۍ ته د روا والی وربخښل وباله او ټینګار یې وکړ ددغه فتنې په وړاندې باید چپ پاتې نشو .
د فلسطین خارجه وزیر ریاض المالکی هم په دغه غونډې کښې وویل د امریکا دولسمشر ټرمپ فیصله د فلسطین دخلکو په حقوقو او نړیوالو قوانینو تیری دی .
دایران اسلامی جمهوریت لومړنی هیواد وو چې د امریکا د ولسمشر دغه اقدام یې وغاند .
د نړۍ ډیرو هیوادونو او نړیوالو موسسو تراوسه د امریکا د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام په کلکه غندلی دی .
parstoday.com
captcha