IQNA

د افغانستان په غور ولایت کې د داعشیانو د مهماتو ستره جوپه نیول شوې

8:27 - February 13, 2018
د خبر لمبر: 3481049
نړیواله ډله: ډیری شناندی او کارپوهان وائی تکفیری ترهه ګر داعشیان چې په عراق او سورئې کې ئې درنده ماته خوړلې ده ، دخپلو اربابانو په وسیله اوس په افغانستان کې غونډول کیږی څو دخپلو سپیرمو موخو لپاره ورځینی جنګ ځپلې افغانستان کې استفاده وکړائ شی .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دافغانستان دغو رولایت ویندوی عبدالحئ خطیبی نن سهار په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی امنیتی ځواک د دغه ولایت له لال سرجنګل ولسوالۍ سره نزدې د داعش ترهه ګرې ډلې د و سلو اومهماتو ستره جوپه چې بیلابیل ډول وسلې تجهیزات ، چاودیدونکی توکی توغندی او نور مهمات پکې ترسترګو کیږی کشف اوضبط شوې ده .
د دغه راپور په اساس ، په دې اړه څوک نیول شوی نه دی ،خو پلټنې روانې دی ، او وئیل کیږی چې په دغه ولایت کې داعشی تکفیریان هڅه کوی دترهه ګرو او جنایتکارو فعالیتونو لپاره زیاتره ځوانان وګماری څو دغور ولایت پشمول شاوخوا ولایتونه هم ترخپل کنټرول لاندې راولی .
ډیری شناندی او کارپوهان وائی تکفیری ترهه ګر داعشیان چې په عراق او سورئې کې ئې درنده ماته خوړلې ده ، دخپلو اربابانو په وسیله اوس په افغانستان کې غونډول کیږی څو دخپلو سپیرمو موخو لپاره ورځینی جنګ ځپلې افغانستان کې استفاده وکړائ شی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i65393

captcha