IQNA

د روس په قازان کښې نړیواله حلال نندارتون

22:01 - February 14, 2018
د خبر لمبر: 3481054
نړیواله ډله: د جمهوری تاتارستان روس مرکز قازان، د راروان کال په اردیبهشت میاشته کښې د ۲۰۱۸حلال نړیواله نندارتون کوربه دي.
د روس په قازان کښې نړیواله حلال نندارتوند ایکنا راپور له مخې، د Kazansummit خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا نندارتون چې د روس تر ټولو ستر حلال محصولاتو نړیواله نندارتون ګڼلې کېږي د کال۹۷ اردیبهشت میاشتې ۲۰ نه خپل کار شورو کوې چې تر درې ورځو به ادامه لري.
د تاتارستان د پانګه اچوونې پراختیا ادارې، د تاتارستان مسلمانانو اسلامی ټولنه، د تاتارستان حلال کمېټې او د تاتارستان نندارتون شرکت دا نندارتون د اسلامی نړۍ - روس اقتصادي نړیواله لسم اجلاس په چوکاټ کښې پیل کوي.
تمه ده چې په زرګونو کسان به له دې نندارتون نه ننداره وکړي. هغه محصولات چې به دې نندارتون کښې وړاندې کېږي حلال خوراک، د سینګار محصولات، حلال دارو، حلال سیل، حلال پانګه اچونه او مالي محصولات، حلال صنعت او تجارت او د (FMCG) مصرفي توکو بسته بندي ته شامل دي.
جمهوری تاتارستان د روس یو مسلمان میشته جمهوری دي او قازان یی د اروپا او آسیا په پوله یو صنعتې، تجارتی او کلتوري مرکز دي چې په اخیرني کلونو کښې د صنعت او اقتصاد په ډګر کښې د پام وړ ګرځېدونکې وده کړي ده.
http://iqna.ir/fa/news/3691218
captcha