IQNA

د لیبي قرآن کریم سپوږمیز چینل خپرول بندول

6:19 - April 23, 2018
د خبر لمبر: 3481184
نړیواله ډله: د لیبیا القرآن عنوان سره د لیبي قرآن سپوږمیز چینل چارواکو د دغه سپوږمیز چینل په مکمله توګه خپرول بندولو خبر ورکړي.

د ایکنا راپور له مخې، د afrigatenews.net خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قرآن لیبی سپوږمیز چینل چارواکو د یوې بیانیه پر اساس د دې چینل نه حمایت نه کول او اقتصادي ستونزې د دې چینل خپرول بندولو اصلی سبب ښودلې دي.
په اعلان کې راغلې، د دې چینل خپل فعالیت ته ادامه ورکول د نایل ست چینل ته میاشتنۍ پیسې ورکولو سره تړلې چې دا یو لوي لګښت دی او دا چینل یی توان نه لري.
د لیبیا القرآن سپوږمیز چینل چارواکې د خپل فیسبوک پاڼه کښې اعلان کړي: ډېره بخښنه غواړم چې باید دا اطلاع تاسې ته ورسوم چې د دې چینل پروګرامونه د مالي حمایت نه کولو له سببه متوقف کېږي. مونږ خپلې ټولې هڅې وکړي او د مالي حمایت لپاره ټولې لارې چاڼ کړي.
یادښتونه: د لیبی قرآنی سپوږمیز چینل د لیبیا د ټولو قاریانو لپاره یو منبر شمېرلې کېدو او د عالمانو، قاریانو، د قرآن کریم قرائت او حفظ ښودو روزونکې، د قرآن کریم سنتي ښودنې او په لیبی هیواد کښې د هغې معرفي کول د «یو ملیون قرآنی حافظانو ځمکې» په عنوان د دې چینل اصلې موخې وي.
http://iqna.ir/fa/news/3707188
captcha