IQNA

د بلژیک چارواکو د بروکسل جومات بندیز غوښتنه وکړه

12:36 - July 10, 2018
د خبر لمبر: 3481317
نړیواله ډله: د بروکسل ښاروالي یو مذهبی مشر د دغه ښار ستر جومات په کامله توګه بندولو غوښتنه وکړه.

د ایکنا راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د بروکسل ښاروالي د مذهبی چارو یو چارواکي د ازاد فکر د بلژیک په ټولو جوماتونو باندې څارنې په اهمیت باندې تاکید سره د بروکسل د ستر جومات په کامله توګه بندولو غوښتنه وکړه.
په بلژیک کښې د ګواښونو تحلیلو او همغږۍ ادارې له دې راپور نه مخکښې د افراطی فکرونو او د یهودیانو خلاف کتابونو په دغه جومات کښې چې په دغه ښار کښې د اسلامی آثارو یو ستر نښه شمېرلي کېږي د شتون د دغه هیواد د پارلیمان تحقیقات کمېټې ته وړاندې کړي.
په دغه راپور کښې چې په کال ۲۰۱۷ کښې خپور شوي، د دغه جومات اداره کولو مرکز د افراطی فکرونو خپرولو باندې تورن دي.
وایئ: د بلژیک حکومت په کال ۱۹۷۱ کښې د سعودی عرب سره د دوه اړخیزې موافقې په ترڅ کې د بروکسل جومات اداره چې د اروپا شورا او کمیسون سره په ۲۰۰ متره کښې واقع ده سعودی عربو ته ډالي کړي خو ولی د دې کال په بهمن میاشتې کښې دغه اداره د سعودی عرب نه بېرته ترلاسه شوي ده.
د جومات له سعودی عرب نه بېرته اخیستلو اصلی دلیل، د سعودی عرب له اړخه او د دغه جومات د امام له اړخه د افراطی اسلام تبلیغ بیان شوي ځکه چې د بلژیک امنیتي ځواک ادعا لري چې ځنې مدارک شتون لري او دا خبره په ګوته کوې چې په کال ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کښې د بروکسل او د فرانس په ترهګره پېښو کښې د دې ستر جومات د امام خبرې اثر لرونکې وي.
http://iqnanews.ru/fa/news/3728128
captcha