IQNA

د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنر غوښتنه کوي

نړیواله عدالت ته د میانمار د جنایاتو دعوه سملاسي وړاندې کول

13:01 - July 10, 2018
د خبر لمبر: 3481318
نړیواله ډله: د ملګری ملتونو سازمان د عالي کمشنر د میانمار د جنایاتو دعوه په نړیواله عدالت کښې وړاندې کولو غوښتنه کړي.

د ایکنا راپور له مخې، د آراکان خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ملګرې ملتونو سازمان بشري حقوقو عالي کمشنر زید رعد حسین په دغه شورا کښې په خپلو خبرو کښې د خپلو کتنو وړاندې کولو سره د روهینګیا د کډوالو بحران په اړه چې د میانمار د پوځ د بریدونو د وېرې نه بنګلادېش ته تښتېدلي دي له امنیتي شورا نه غوښتنه وکړه چې زر تر زره د میانمار د جنایتونو دعوه نړیواله عدالت ته وړاندې کړي.
هغه په دې راپور کښې څرګنده کړه: د میانمار لپاره ننګ دی چې د یو کال تېرو دو نه ورستو چې نړۍ یی باوري کړې چې د سلګونو زرګونو کسانو بېرته را تللو لپاره کار کوي چې د نژادی پاکتیا نه یی تېښته کړي وه، خو ولی تراوسه یو کس هم خپل دغه هیواد ته بېرته نه دې تلې.
د ملګرې ملتونو سازمان د راپور له مخې، همدارنګه د زرګونو روهینګیا مسلمانانو له راخین ولایت نه یی تېښته کړي وه چې یواځې د دې کال په جون میاشته کښې ۱۱ زره او ۴۳۲ کسان نوې کډوال بنګلادېش ته راغلې دی.
د ملګرې ملتونو سازمان عالي کمشنر په ادامه کښې وویل: تقریباْ د دغه تاوتریخوالی د یو کال تېرو چې په ۲۵ اګست باندې شورو شوې وو نه ورستو یواځې یو کډوال هم چې د بنګلادېش سره یی په رسمي توګه توافق کړي وو میانمار ته بېرته نه دې ستون شوي، بلکې هغه کسان چې د بېرته تللو اقدام یی کړي نیولي شوي دی.
http://iqna.ir/fa/news/3728458
captcha