د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کښې ویلي چې جلال اباد ښار پنځمې ناحيه کښې د د پوهنې رياست اړوند ښاري مديريت باندې نن سهار شاوخوا ۹ نیمې بجې وسله وال ترهه گر برید پائې ته ورسید.
چې په پېښه کې تر اوسه پورې يولس تنه وژل شوي او لس نور ژوبل شوي دي د ولایت مقام په وینا، د پېښې د قربانیانو د هویت په اړه به وروسته مالومات شریک کړو.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د برید مسئولیت په غاړه نه دے اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند فامیلو سیمه کښې پرون نږدې لس بجې پلي ځان هلاک کونکي بریدګر د پلټنې مرکز ته څېرمه په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې اته عامه خلق او دوه امنیتي ځواکونه ووژل شول .
د چارواکو په وینا، په دغه پېښه کې دوه عامه وګړي او دوه امنیتي مامورين زخمي شوي هم دي،چې د یو تن روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوے دے .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i74591