IQNA

طالب ډلې په پاکستان کښې د ځان وژونکې حملې ذمه واري ومنله

0:04 - July 12, 2018
د خبر لمبر: 3481321
نړیواله ډله:طالب ډلې په پاکستان کښې د ځان وژونکې حملې ذمه واري په غاړه واخېسته

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د سي اين اين د رپوټ له مخې طالب ډلې د پاکستان په پېښور ښار کښې د پرونۍ ځان وژونکې حملې چې پکښې لږ تر لږه شل تنه ووژل شول او په لسګونو نورو ژوبل شول ذمه واري په غاړه واخېسته.
د دغې ځان وژونکے حملې په نتيجه کښې يو پاکستاني سياستدان هارون بلور هم ووژل شو. دغه سياستدان د پاکستان په راتلونکو پارلېماني انتخاباتو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ يو کانديد هم ؤ.
د يادونې ده چې هارون بلور پلار بشير بلور هم څو کاله مخکې هم د طالب ډلې لخوا په ځان وژونکې حمله کښې وژل شوے ؤ.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i74595

بچوې: pakistan ، peshawar ، iqna news ، pashto news
captcha