IQNA

د ایران حکومت د امریکې دسیسې له ماتې سره مخامخولی شي

1:25 - July 16, 2018
د خبر لمبر: 3481327
نړیواله ډله: د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ چې د ایران حکومت د ضروري اقداماتو د کولو په شرط، پر مشکلاتو برلاسه کیدی او د امریکې دسیسې ناکامه کولی شي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي نن سهار په هغه غونډه کښې چې ولسمشر حسن روحاني او د هغه د حکومت د کابینې غړو ته د دوي په بلنې سره ترسره شوه، په اروپا کښې د ایران د ولسمشر د دریځونو په مقتدرانه بللو سره زیاته کړه: د پردیو په تیره بیا امریکایانو په وړاندې اقتدار ښودل یو ضروري کار دی او دا کار باید پر وخت، څرګنده او پریکنده وشي.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د هیواد د امکاناتو او توانمنیو په کارولو سره په جدي توګه د کارونو په تعقیبولو باندې په ټینګار سره زیاته کړه: اروپايي لوري دنده لري چې د برجام په لړ کښې ضروري ضمانتونه ورکړي خو د هیواد اقتصاد دې په دې موضوع پورې تړلی او ورته معطل نه شي.
دوي همداشان د بهرنیو اړیکو او ډیپلماسۍ د پراختیا په ضرورت باندې په ټینګار سره زیاته کړه: د امریکې په شان د یو څو هیوادونو پرته له شرق او غرب سره د هیواد اړیکې باید زیات نه زیاتې پياوړې شي او د ډیپلماسۍ عملیاتي او هدفمن تحرک زیات شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د باثباته اقتصاد د لارې نقشه د هیواد لپاره ضروري وبلله او زیاته یې کړه: که د اقتصاد د لارې نقشه او پلان برابر شي نو خلک او اقتصادي فعالان به په خپلې دندې خبر شي او د ثبات او ارامښت په احساس سره به د حکومت مرسته ته رامخکښې شي.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i74725
captcha