نړیواله ډله: سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د اسرائیلو لومړی وزیربنیامین نتانیاهو دفلسطین په غزې تړانګې حملې ته هڅولی دی .د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، غزې تړانګې کښې د فلسطین د حکومت د اطلاعاتو دفتر وویل په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم په وروستیو حملو کښې څلورڅلویښت(۴۴) فلسطینیان شهیدان او ژوبل شوی دی .
د فلسطین د حکومت د اطلاعاتو د دفتر مشر «سلامه معروف »زیاته کړه د تیرې یکشنبې ورځې له مازیګر څخه تر سې شنبې ورځې پورې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې څوارلس (۱۴)فلسطینیان شهیدان شوی او څه دپاسه دیرش(۳۰) نور ژوبل شوی هم دی .
سلامه معروف وویل صهیونیسټ رژیم په تیرو ورځو کښې دفلسطین په غزې تړانګې یوسل پنځوس(۱۵۰) هوایی بریدونه کړی دی او دمقاومت د مرکزونو ، کروندو ، رسنیو ، مدنی مرکزونو ، کورونو او د حکومتی ودانیو په شمول په اتیا(۸۰) موسسې په نښه شوی دی . بمبار
دفلسطین د اطلاعاتو د دفتر مشر سلامه معروف زیاته کړه د مقاومت غورځنګ غبرګونونه د فلسطین د ملت په دفاع کښې تضمین شوی او طبیعی حق او د صهیونیسټ رژیم له تیریو سره د مقابلې په لړ کښې دی .
ویل کیږی چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د اسرائیلو لومړی وزیربنیامین نتانیاهو دفلسطین په غزې تړانګې حملې ته هڅولی دی چې د نړۍ دخلکو پام د خبریال جمال خاشقجی له وژلې بلې خوا ته واوړی
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i78132