IQNA

عربستان له عراق سره دښمنۍ ته دوام ورکوی

0:03 - November 15, 2018
د خبر لمبر: 3481664
نړیواله ډله:  د عراق د ستراتیژیکو مطالعاتو دمرکز مشر« محمد صادق الهاشمی» وویل له عراق سره د ال سعود رژیم ددښمنۍ په دوام سره د ریاض او د بغداد اړیکې هیڅ ارزښت نلری .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د عراق د ستراتیژیکو مطالعاتو دمرکز مشر« محمد صادق الهاشمی» وویل له عراق سره د ال سعود رژیم ددښمنۍ په دوام سره د ریاض او د بغداد اړیکې هیڅ ارزښت نلری .
هغه نن وویل تر هغه وخته چې د سعودی عربستان واکمنان له عراق سره دښمنۍ ته دوام ورکړی او الحشد الشعبی ځواک ایران ته اړونه ملیشا وګڼی له ریاض سره اړیکې به هیڅ ارزښت ونلری .
دعراق دستراتیژیکو مطالعاتو دمرکز مشر محمد صادق الهاشمی وویل ال سعود رژیم غواړی عراق له ایران څخه واټن واخلی ، دیمن موضوع پریږدی او له صهیونیسټ رژیم سره اړیکې ولری .
هغه زیاته کړه سعودی عربستان د شل زره(۲۰۰۰۰) ترهګرو په استولو سره په عراق جنګ او کړکیچ وروتپه او ددغه هیواد دبې ګناه خلکو وینه یې توې کړه داپه داسې حال کښې دی چې دایران اسلامی جمهوریت د عراق  دخلکو د ضرورت وړ بریښنا تامینوله .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i78140
captcha