IQNA

دپاکستان دکارګرانو کورنیو دعربستان اقدام وغاند

0:15 - November 15, 2018
د خبر لمبر: 3481667
نړیواله ډله: فارس خبری اژانس وایی په سعودی عربستان کښې د پاکستان د کارګرانو کورنیو ددغه هیواد په زندانونو کښې ددغو کارګرانو په بد حالت اعتراض کښې په اسلام باد کښې غونډه وکړه .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د پاکستان د کارګرانو د کورنیو غړیو چې د سعودی عربستان په زندانونو کښې بندیان دی داسلام اباد د مطبوعاتو د  کلب() په وړاندې راغونډیدا سره په لومړی وزیر عمران خان غږ وکړ ددغو کسانو دخوشی کیدا لپاره د ریاض له مقاماتو سره خبرې وکړی .
د پاکستان د بندیانو کورنیو وویل حاضردمه  سعودی عربستان په بیلابیلو پلمو د پاکستان بندی کارګران اعدام او پانسی کوی .
د پاکستان دکارګرانو کورنیو وویل ددغه هیواد ځینې کارګران له هیڅ دلیل پرته څه دپاسه لس(۱۰) کلونه کیږی چې دسعودی عربستان په زندانونو کښې قیدیان دی او دهغوې دمحاکمه کیدا یا خوشی کیدا لپاره تراوسه هیڅ اقدام نه دی ترسره شوی .
له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې تراوسه په عربستان کښې دپاکستان اتیا(۸۰) کارګران  پانسی شوی دی .
په سعودی عربستان کښې دپاکستان څه دپاسه لسو زرو(۱۰۰۰۰) کارګرانو له تیرو نهو (۹)میاشتو راهسې تراوسه تنخواګانې نه دی ترلاسه کړی او هغوې د خپل ژوند د اداره کولو یا هیواد ته دستنیدا لپاره هیح پیسې نلری او د اعتراض په بڼه کښې نیول کیږی او زندانی کیږی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i78145
بچوې: ایکنا
captcha