د ایکنا راپور له مخې، د شفق نیوز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، یو کس چې د مصر دمیاط بندر نه د خانه کعبه د پردې ۴ ټوټې مراکش ته قاچاق کولو هڅه کوله د دغه ګمرک ځواکونو دغه ټوټې ؤ موندلې او ضبط کړي.
د مصر په اسلامی آثارو ځانګړې کمېټۍ په دې اړه اعلان کړې: د ایکس ری یو کانټینر مال له څړنو نه ورستو څرګنده شوه چې په دغه کانټینر کښې بېلابېل سامانونو سره د خانه کعبې د پردې ۴ ټوټې هم شتون لرې.
دا ۴ ټوټې د خانه کعبه د پردې چې د فلز په تار سره ګنډلې شوې او د قرآن کریم آیتونه په بېلابېلو کچو سره نقش شوي دی.
همدارنګه د لرګې کرسۍ، د مرمرو کاڼې او د قرآن کریم آیتونو سره ښکلې شوې لوخې هم په دغه کانټینر کښې موجود وو.