IQNA

امریکادې دپاکستان په داخلی چارو کې ګوتې نه وهی

23:00 - November 19, 2018
د خبر لمبر: 3481674
نړیواله ډله: دپاکستان او امریکا اړیکې په امریکا کې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسیدا وخت راهسې تر ډیره حده ترینګلی شوی دی ، خو داسلام اباد چارواکی تل دغه تورونه ردوی او وائی ، پاکستان پخپله د ترهه ګرۍ قربانی دی او دترهه ګرۍ په ضد ئې تل مبارزه کړې ده .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، دپاکستان دبشری حقوقو په  چارو کې  وزیرې میرمن شیرین مزاری  نن   په یو لړڅرګندونو کې د  پاکستان په ضد دامریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ   دوروستیو څرګندونو په  سخت غبرګون کې  د دغه هیواد چارواکو ته په خطاب کې ووئیل ،  امریکا د پاکستان دوست هیواد نه دی  او باید پرې باؤر ونشی . هغې زیاته کړې ، امریکا  د ستمبر دیولسمې  ترهه ګرو پیښو وروسته خپلې هوائی حملې  د پاکستان  د قبایلو په  هستوګنو سیمو   غیر قانونی او یواړخیزې حملې  پیل کړې  چې  د زرګونو بې ګناه خلکو   د وژلې  او دلسګونو زره  خلکو دبې کوره  او کډوالیدا  لامل شوې .
 میرمن مزاری ګواښ کړی ،  ټرمپ د خپل هیواد داخلی  چارې  په سمه اداره کړی او دنورو په چارو کې دې له ګوت وهنو ډډه وکړی  او  دترهه ګرۍ په ضد په نړیوالې مبارزې کې د پاکستان  دحکومت او ولس قربانۍ له هیچا پټې نه دی .
 دامریکا ولسمشر  ټرمپ   له فکس نیوز ټیلیویژنی چینل سره  په خبرو  کې یو ځل بیا  په تکراری خبرو کې پاکستان له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورن کړی دی . 
  دپاکستان او امریکا اړیکې  په امریکا کې واک ته د ډونالډ ټرمپ  له رسیدا وخت راهسې تر ډیره حده  ترینګلی شوی دی ، خو داسلام اباد چارواکی  تل دغه تورونه ردوی  او  وائی ، پاکستان پخپله د  ترهه ګرۍ قربانی دی او دترهه ګرۍ په ضد ئې تل مبارزه کړې ده .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i78268
captcha