د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د افغانستان دننګرهار دوالی ویاند عطا ا....خوګیانی نن غرمه په یوه خبری ناسته کی وویل د ملی امنیت ادارې مامورانو په بیلابیلو سیمو کې په ځانګړو عملیاتو کی د دوو ځان وژونکو پشمول یوولس داعشیان نیولی دی . نومونړی وویل نیول شوی کسان د ننګرهار کونړ لغمان او کاپیسا ولایت استوګن دی . ددغه خبری ناستی پر مهال نیول شوی کسان هم رسنیو ته وښودل شول او پر خپلو جرمونو ئې اعتراف وکړ او د هغه کړنو یادونه یی وکړه چی د حکومتی ځواکونو پر خلاف یی کول، تیره ورځ پنځلس داعشی وسله وال دننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالی کی حکومتی ځواکونو ته تسلیم شوی دی . داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې دافغانستان په ختیځی ولایتونو کې د حکومت مخالفو وسلوالو په ضد دحکومتی مامورانو پاکونکی عملیات تر ډیره حده بریالی دی او په لسګونو داعشی اوطالب وګړی ئې وژلی اویا نیولی دی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78265