د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، په پاکستان کې په همدا وروستیو کې اهل تشیَع او اهل تسنن د اسلام دګران پیغمبر دنیکمرغه زوکړې په مناسبت د وحدت اونۍ لمانځی او په دې مناسبت دمسلمانانو ترمینځ د وحدت او یووالی په باب سیمنارونه او پروګرامونه جوړوی ، چې تر ډیره حده ئې دمسلمانانو ترمینځ وحدت او یووالی رامینځة کړی دی ، خو دغه چاره داستکباری او استعماری ټولنو دزغملو وړ نه ده. د هر کال د ربیع الاول په دولسمه نیټه دپاکستان خلک داسلام دګران پیغمبر د نیکمرغه زوکړې کلیزه په پرتم سره لمانځی او په درست هیواد کې په هر ښار او ښارګی کې دجشن په جوړولو سره میلیونی لاریونونه هم کوی .
البته راپورونه ښئ دپاکستان په اسلام اباد او پڼډۍ پشمول په ځینو ښارونو کې اوسیدونکی مسیحیان ،سیکان او هندوانو هم وئیلی دی ، د دغه نیکمرغه اختر په مناسبت درستو مسلمانانو سره یو ځای جشن لمانځی او په دې مناسبت درستو مسلمانانو ته مبارکی وائی .
داپه داسې حال کې دی چې په پاکستان کې په همدا وروستیو کې اهل تشیَع او اهل تسنن د اسلام دګران پیغمبر دنیکمرغه زوکړې په مناسبت د وحدت اونۍ لمانځی او په دې مناسبت دمسلمانانو ترمینځ د وحدت او یووالی په باب سیمنارونه او پروګرامونه جوړوی ، چې تر ډیره حده ئې دمسلمانانو ترمینځ وحدت او یووالی رامینځة کړی دی ، خو دغه چاره داستکباری او استعماری ټولنو دزغملو وړ نه ده او په بیلابیلو پلمو او دسیسو سره د شیعه اوسنی مسلمانانو ترمینځ د تفرقې او درز د اچولو لپاره هڅې کوی ، خو اوس مسلمانان ویښ شوی دی او د غه ډول هیڅ دسیسه به بریالۍ نشی .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i78259