IQNA

د نیوزیلېنډ لومړۍ وزیرې ته د مرګ ګواښ

22:02 - March 23, 2019
د خبر لمبر: 3482045
نړیواله ډله: د نیوزیلېنډ لومړۍ وزیره جاسیندا آردرن، په دغه هیواد کښې ورستې ترهګره پېښه په اړه مسلمانانو سره د خواخوږي اظهار له کبله د ټوئیټر یو نا معلومه کارن له حساب نه په مرګ ګواښ شوې ده.

د ایکنا راپور له مخې، د ینی آکیت ورځپاڼې نه په نقل، د ټوئیټر یو اسلام مخالف نا معلومه  کارن د یو وسلې انځور خپرولو سره جاسیندا آردرن د نیوزیلېنډ لومړۍ وزیرې ته لیکلې: نو اوس دا ستا وار دی.
د پولیس د راپور پر اساس، هغه تراوسه په ټوئیټر ټولنیزه چینل کښې له دغه مضمون سره سمون لرونکې دوه ځله ګواښ سره مخامخ شوې.
دا پيغام له دې نه وړاندې چې د ټوئیټر ملاتړ ټیم له اړخه حذف شي، د ۴۸ ګېنټو پورې په انټرنیټ کښې یی شتون لرلو.
 د محلي یوې سرچینې له مخې، د دغه هیواد په کرایست چرچ ښار کښې د نور او لینوود په جوماتونو کښې دوه ترهګرو بریدونو کښې قرباني شوې کورنو سره د هغې خواخوږۍ نه ورستو د اسلام مخالف ډلو له اړخه دغه رنګه پيغامونو سره مخامخ ده.
http://iqna.ir/fa/news/3799499/
captcha