IQNA

اروپایانو په اټومی تړون کښې له شا څخه ګوزار وکړ

23:00 - March 23, 2019
د خبر لمبر: 3482049
شرارت او شیطنت د اروپا او د امریکا د ذات او دطبیعت برخه دي .
ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د نوی کال په لومړۍ ورځ(پرون مازیګر) په مشهد کښې د حضرت امام رضا علیه السلام د سپیڅلی زیارت د ګڼ شمیر زیارتوالو او د مجاورانو په پرتمینه غونډه کښې د روان کال د مسائیلو ، له ایران سره د لویدیځو هیوادونو د مخامخیدا او دغه راز اقتصاد او د تولید دغوړیدا په هکله مهمې خبرې وکړې .
دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود وینا په داسې موضوګانو متمرکزه وه چې د بهرنی سیاست د نظر او د لویدیځ د ماهیت په پیژندلو کښې له ځانګړی اهمیت څخه برخوره ده .
د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په وینا کښې یو(۱) مهم مطرح شوی ټکی اقتصادی توان او اقتصادی دفاعی باثباته پړاو ته د رسیدا د لارې د نقشې(roadmap) انځورول دی .
هغه حضرت ددغه ستراتیژیک هدف تحقق د لویدیځو هیوادونو په ملګرتیا او مرستې د هیلې ختمول وباله او جوته یې کړه د لویدیځو هیوادونو د کړچار تاریخی تجربې او عینی مشاهدې ددې ښودنه کوی چې له هغوې څخه د دسیسې ، د خیانت او له شا څخه په خنجر سره د ګوزار کولو هیله لرلی شو خو ورڅخه د مرستې ، صداقت او دملګرتیا انتظار(هیله )  باید ونلرو .
بل مهم ټکی چې د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود په خپلې وینا کښې ورباندې ټینګار او تمرکز وکړ له لویدیځو حکومتونو سره د ایران داسلامی جمهوریت مسائیل دی .
هغه حضرت په دې زمینه کښې هغه کسان چې په دائمی ډول د ایران ملت ته ګواښونه کوی په پوهې یا ناپوهې سره د ایران ددښمانانو د روانی جنګ یا د دهغوې د لاپو تر اغیز لاندې وبلل او په تیر هجری لمریز کال د دښمانانو د څو لاپو وهلو د بیلګو په وړاندې کولو سره یې وویل دامریکا د لومړۍ درجې یوه(۱) بیوقوف (احمق ) ویلی وو که چیرې له اټومی تړون څخه ووځو دایران خلک به د ډوډۍ د اخیستلو توان ونلری او د ایران په واټونو کښې به بلوا رامینځته شی دغه راز د امریکا یوه (۱)بل بیوقوف ویلی وو چې مونږ به  د ۲۰۱۹ میلادی کال په کریسمیس کښې په تهران کښې جشن جوړ کړو چې دغه خبرې یا د حماقت له کبله دی یا خباثت او روانی جنګ له کبله یا د دواړو  چارو له کبله .
دامریکا د ډیرو مطالعاتی او د ستراتیژیکو مرکزونو دنظر پراساس له ایران سره په مقابلې کښې سخت جنګ کارندوالی نلری ځکه چې امریکا به  له ایران سره په سخت جنګ کښې له  اوږدمهاله ستومانه جنګ سره مخ شی چې بریالیتوب به یې د ایران په نصیب وی .
مارک بالمر چې  د امریکا یو(۷) مشهور ستراتیژۍ جوړونکی دی او هغه د واشنګټن د بهرنی سیاست یو (۱)نوښتګر ګڼل کیږی دایران ، امریکا او دنوی لارې د موندلو په نوم  راپور کښې لیکی ایران په یوه(۱) بې ساری قدرت بدل شوی چې نور هغه په پوځی یرغل او سخت جنګ سره نشو نسکورولی بلکې د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام د نسکورولو یوازنۍ لاره د نرم جنګ د مکانیزم تعقیبول او د رسندوی جنګ له ډاکټرین څخه په استفادې سره له تبلیغاتی روانی تکنیکونو استفاده کول دی .
په دغه خبرې کښې هیڅ شک نشته چې د امریکا او د اروپا په شمول په لویدیځو هیوادونو کښې  سیاست او قدرت ظالمانه ، زور ویونکی ، بې منطقه او زیات غوښتونکی دی .
ترهګرۍ ، د بشری حقوقو مقولې او اټومی موضوع ته د لویدیځ په کتنه کښې دغه دوه ګوڼه کړچارونه په کامل ډول ښکاره دی .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د خپلو څرګندونو په یوې (۱) برخې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې د سعودی حکومت دسیمې ترټولو بد ، ظالم ، دیکتاتور ، فاسد او ګوډاګی حکومت دی جوته کړه لویدیځ هیوادونه ددا ډول حکومت لپاره اټومی امکانات او د توغندیو د جوړولو مرکزونه برابروی ځکه چې د سعودی عربستان حکومت د دوې ګوډاګی دی .
دغه حقیقتونه دغه ټکی تائیدوی چې شرارت او شیطنت د اروپا او د امریکا  د ذات او دطبیعت برخه  دی .
هماغه ډول چې دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله  العظمی سید علی خامنه ای هم ورته اشاره وکړه په اټومی مسلې کښې د اروپایی هیوادونو په دندو کښې له هغه څه سره چې ترسره کوی یې د ځمکې او د اسمان  ترمینځ  توپیر شته .
هغه حضرت دایران او د اروپا ترمینځ د مالی کانال یعنی د اینسټیکس (Instrument in Support of Trade Exchanges)د رامینځته کولو موضوع ډیره ترخې ټوکې (شوخی ) ته ورته وبلله چې هیڅ معنا نلری .
د لویدیځو هیوادونو د سیاسی او د اقتصادی لوبو په مقابل کښې دایران دملت لاره او مقصد روښانه دی .
دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای له دې نظره ۱۳۹۸ هجری لمریز کال د فرصتونو کال وباله او دایران په دفاعی بروالی د دښمانانو اعتراف ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ په دفاعی ډګر کښې د اسلامی جمهوریت وسونه او پیاوړی سوک په حقیقت کښې دایران دفاعی قدرت دی  او دغه قدرت د بایکاټونو په سیوری کښې رامینځته شوی دی اوپه اقتصادی  مسائیلو کښې هم د بایکاټونو له فرصت څخه همدغه دفاعی توان ته رسیدلی شو .
captcha