IQNA

په سیمې کې د عربستان سیاست د بلواؤ جوړول دي

23:46 - May 21, 2019
د خبر لمبر: 3482189
نړیواله ډله: دسعودي عربستان باچا ملک سلمان د فارس خلیج دملګرتیا شورا دغړو هیوادونو مشرانو اودغه راز د عربی اتحادئې د هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړې څو د مئ په یو دیرشمه نیټه دې د اماراتو د الفجیره بندر او دسعودي عربستان په تیلی تاسیساتو دحملې پشمول دسیمې د پیښو د سپړلو لپاره په دوو بیړنیو غونډو کې ګډون وکړي .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو څانګې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست اودملی امنیت دکمیشن مشر حشمت ا... فلاحت پیشه  په بغداد کې د امریکا له سفارت سره نزدې  دتوغندی لګیدل  اودسیمې د وروستیو  حالاتو د ارزونې په خاطر په بیړنۍ غونډې کې د عربو مشرانو څخه د ریاض د چارواکو  بلنه ، د سعودي عربستان د بلوا جوړونې  دسیاست یوه برخه ده .
فلاحت پیشه  دعراق دبغداد په شنې سیمې کې د توغندیو دوو حملو او د عربی اتحادئې او دفارس خلیج دملګرتیا شورا  دغړو هیوادونو له مشرانو سره  دغږملتیا اومشورو لپاره د سعودي دپاچا  په وسیله د عربانو  مشرانو ته  بلنې ته په اشارې سره ووئيل ،سعودي عربستان په سیمې کې د ایران په ضد دائيتلاف دجوړولو لپاره  هڅه کوي،خو هیڅ به په لاس ورنشي .
  دسعودي عربستان باچا ملک سلمان  د فارس خلیج دملګرتیا شورا  دغړو هیوادونو مشرانو اودغه راز د عربی اتحادئې د هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړې څو د مئ په یو دیرشمه نیټه دې  د اماراتو د الفجیره بندر او دسعودي عربستان  په تیلی تاسیساتو دحملې پشمول  دسیمې  د پیښو د سپړلو لپاره  په دوو بیړنیو غونډو کې ګډون وکړي
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i82308
captcha