IQNA

د غزې هنرمنې میرمنې د قرآن د صادراتو احیاګرې شوې 

15:57 - January 24, 2022
د خبر لمبر: 3485312
تهران(ایکنا) – د فلسطین دغزې تړانګې اوسیدونکي په لسګونو میرمنې په یوه هغه ورکشاپ کې کارکوي،چې د قرآنونو جلدونه،د فلسطین د میراث په  طرحو سره ګلدوزي کوي ، برابرکړي او  د الاقصی جومات  د  خپروندوئې په ملتیا سره ئې دنیا ته ضادروي .

ایکنا خبری آژانس د فلسطین الیوم  له قوله راپور راکړ،په غزې تړانګې کې په یوه ورکشاپ کې  په لسګونو فلسطینۍ میرمنې د فلسطین دولسی میراث په طرحو سره ګلدزوي شوي قرآني  جلد د برابرولو لپاره د سپارښتنو  په تیارولو بوختې دي ، وروسته دغه لاسي صنائع  قطر او نورو هیوادونو ته صادروي .

  د رائدات المستقبل (دراتلونکي مخکښانو)ټولنې  چې  مرکز ئې د غزې تړانګې په جنوب کې په خان یونس  کې دی ، د فلسطینیو میرمنو څلویښت کسیزټیم  ئې جوړ کړی چې د فلسطین دمیراث په طرحو سره  دلاسي صنائعو  ګلدوزۍ په زمینې کې  کار کوي ،  په دې توګه چې  دغه کار د په هغو سختو  اقتصادي شرائطو کې د دوي د معاش  د برابرولو سرچینه  هم ده ،  چې غزې تړانګه ورسره لاس او ګریوان ده .

ددغې ټولنې مشره میرمن هناء البطله وائي،د ګلدوزۍ او لاسي هنرونو یونټ په ۲۰۰۹ کال کې تاسیس شوی او خپل کار ئې له یوې واړې کوټې پيل ړی چې له دولسو کلونو وروسته اوس د هنرونو او ګلدوزئ درالتونکي مخکښانو په نامې سره په یوه دایمي نندارتون بدل شوی دی.هغه دې ته په اشارې سره چې د ټولنې لومړنۍ موخه د فلسطین د میراث ساتل دي ټينګار کړی،د فلسطیني هنرمیراث یو اصیل میراث دی او مونږ ئې هماغه شان چې له مئيّندو او پلارانو څخه مونږ ته رسیدلی،په متناسب شکل سره ئې اوسني زمانې ته منتقلوو او ددغه میراث د ساتنې او راتلونکو نسلونو  ته ئې د منتقلولو د اهمیّت په ضرورت هم ټينګار کوو .  

https://iqna.ir/fa/news/4030572

captcha