IQNA

د ایران او افغانستان د اقتصادي ملګرتیا پراختیا ضروري ده

15:30 - November 02, 2019
د خبر لمبر: 3482483
نړیواله ډله: جهانګیري: د ایران او افغانستان د همکارۍ جامع سند، د تهران او کابل د تجارتي اړیکو په وړاندې د لارې یوه مهمه نقشه ده.

د ایکنا راپور له مخې، د ایران د ولسمشر وړومبي مرستیال له افغانستان سره د اقتصادي ملګرتیا په لازیاتې پراختیا باندې په ټینګار سره وویل: د دواړو هیوادونو د همکارۍ جامع سند، د تهران او کابل د تجارتي اړیکو په وړاندې د لارې یوه مهمه نقشه ده.

اسحاق جهانګیري پرون په تاشقند کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د وزیراعظمانو د غونډې ترڅنګ د افغانستان د حکومت له اجرايي مشر عبد ا... عبد ا... سره په کتنه کښې، په چابهار بندر کښې د اقتصادي او سوداګري ملګرتیا د پراختیا لپاره د تهران، کابل او نوې ډیلي موافقې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د ایران دغه بندر د نړۍ له مهمو هیوادونو سره د تړاؤ په موخه د افغانستان لپاره یو ور ګرځیدلی شي.

د ایران د ولسمشر وړومبي مرستیال هم داشان د افغانستان د صلحې د بهیر په هکله وویل: د صلحې د مذاکراتو په بیره کښې د افغانستان د رسمي او منتخت ارګان په توګه د دغه هیواد د حکومت شتون ډیر مهم دی او د افغانستان حکومت ته هم پکار دي چې په یادو خبرواترو کښې یو ټاکونکی رول ولري.

جهانګیري په دې خبرې سره چې داعش ترهګره ډله غواړي خپل وسله وال افغانستان ته منتقل کړي، څرګنده کړه: د افغانستان حکومت ته په دې لړ کښې ډیر حساسیت ساتل پکار دي او د دواړو هیوادونو د ګډو پولو د ناامنه کولو لپاره باید د داعش ترهګرې ډلې د هلوځلو مخه ونیسي.

په دغه ملاقات کښې د افغانستان د حکومت اجرايي مشر عبد ا... عبدا... هم په خپل هیواد کښې د شتون او فعالیت لپاره د داعش ترهګرې ډلې هلوځلو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: داعش هڅه کوي چې د افغانستان په ختیځ کښې خپل فعالیت پراخ کړي خو پکار دي چې د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراخولو سره د دغې ډلې د فعالیتونو د پراخیدو مخه ونیوی شي.

https://parstoday.com

captcha