IQNA

د هند حکومت د داعش د تبلیغاتو سره آنلاین مقابله

17:23 - November 03, 2019
د خبر لمبر: 3482486
نړیواله ډله: د هند د مسلمانانو روحانیانو یوې ډلې په انټرنټ کښې د داعش تبلیغاتو او د دې ډلې د حقایقو په اړه ځوانانو ته ښودنې کوي.
د ایکنا راپور له مخې، د اینډین اکسپرس نه په نقل، د هندي ځنې سرچینې وایي دا هیواد اراده لري چې په انټرنټ کښې د داعش د تبلیغاتو سره مقابلې لپاره د مسلمانانو رحانیونو ته روزنې ورکړي.
دغه ملایان به د داعش سره مقابلې لپاره په یوټیوب کښې چینل او په ټولنیزه رسنیو کښې د کارن نوم جوړولو او د ویبپاڼې جوړولو ښودنې ترلاسه کوي.
د هند د هیواد یو چارواکې اعلان کړي دې ته توجه سره چې داعش له انټرنټ نه د ښودو، د غړو نوم لیک او د خپلو اقداماتو او پروګرامونو لپاره ترې استفاده کوې باید د مقابلې لپاره هم هغه شان اقدامات ترسره شي.
هغه زیاته کړه: د لومړې وزیر دفتر د اطلاعاتو ادارې ته، په سراسر هند کښې د پولیسو مشرانو او د ملي څېړنو ادارې ته حکم ورکړي چې د دیني لارښودو لپاره یو غیر رسمي چینل جوړ کړي.
https://iqna.ir/fa/news/3853881
captcha