د ایکنا راپور له مخې، د سحر اردو ټیلیویژنی چینل راپورورکړ ی ، دپاکستان ولسمشر عارف علوی او لومړی وزیر عمران خان نن د اسلام دګران پیغمبر دنیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت پخپلو جلاجلا پیغامونو کې حضرت محمد مصطفی(ص) په نړۍ کې د سولې او عدالت ځیری ورکونکی بللی دی .
دوی همداراز وئیلی دی،د تفرقې،توپیر،افراط پالنې،فساد او تاؤتریخوالی د له مینځه وړلو لپاره هڅې کوو او د پیغمبر اکرم په لارې ګامونه پورته کوو .
داپه داسې حال کې دی چې د اهل سنت د اعتقاد په اساس ، داسلام د ګران پیغمبر زوکړه د ربیع الاول په دولسمه نیټه او داهل تشیَع په اساس دغه نیکمرغه زوکړه د ربیع الاول په اولسمه نیټه ده ، چې دایران داسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی د وحدت او یووالی په خاطر د ربیع الاول له دولسې تر اولسمې نیټې پورې د وحدت اوونۍ نومولې څو د اسلامی امت د اتحاد او یووالی لپاره یوسمبول شی ، چې په درستې اسلامی نړۍ کې دوحدت اوونۍ په ډیر پرتم او ولولې سره لمانځل کیږی .
د تهران ریډیو درست کارکونکی په دې مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .