IQNA

اسرائیلو نن سهار په غزې تړانګې برید وکړ

9:03 - August 03, 2020
د خبر لمبر: 3483463
تهران(ایکنا) - د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو نن سهار د فلسطین په غزې تړانګې بمبارې وکړې.

د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو نن سهار وختي د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کښې په یوشمیر سیمو بمبارې کړي دي چې تراوسه یې د مرګ ژوبلو او د رسیدلیو تاوانونو په هکله کوم جزیات نه دی خپاره شوي .
د صهیونیسټ رژیم پوځ ادعا وکړه چې دغه بمبارۍ له غزې تړانګې په نیواکي ټاټوبو باندې د څو راکټونو ویشتلو ته په غبرګون کښې شوي ده .
د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو ، هیلي کوپټرونو ، بې پایلوټه الوتکو او توپونو په تیرو میاشتو کښې په ځلونو د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو حملې او بمبارې کړي دي .
د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې تراوسه په زرګونو بې کناه فلسطینیان شهیدان او ژوبل شوي دي .
د فلسطین غزې تړانګې له ۲۰۰۶ میلادي کال راهسې د اسرائیلو لخوا له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابنده ده او د دغه سیمې خلک له ډیرو مشکلاتو سره مخ دي

تهران راډیو

captcha