د دمشق د اوقاف ادارې مشر خبر ورکړ چې د دمشق او شاوخوا په جوماتونو کې د جماعت او جمعې لمونځ له نن څخه تر پنځلسو ورځو بندیز لګېدلی دی.
د دمشق د اوقاف ادارې مشر ټینګار وکړ چې دا پریکړه د کورونا ویروس د خپریدو مخنیوي او د مخنیوي اقداماتو او د عامې روغتیا د ساتنې په چوکاټ کې نیول شوې ده.
دې وزارت د تېرې میاشتې په دویمه د دمشق په مرکز او شاوخوا کې د لوې اختر لمونځونه بند کړې و او د دمشق او شاو خوا په جوماتونو کې تر بلې اطلاع پورې ټول دیني درسونه او مذهبي محفلونو باندې هم بندیز لګولی و.