IQNA

د ایران نوي ولسمشرته د مبارکۍ پيغامونه هماغه رازدوام لري

20:10 - June 20, 2021
د خبر لمبر: 3484379
تهران (ایکنا) - د آیت ا... ریئسي ټاکل کیدا له چیلنجونو سره دمقابلې د قدرت او د راتلونکي لپاره د ایران دملت او د سیمې دملتونو هیله او امید ژوندی کړی دی .
 د ایران د اسلامی جمهوریت نوی ولسمشر ابراهیم رئیسي به په ټاکل کیدا پسې سبا په تهران کې د ولسمشر په توګه لومړنی خبری کنفرانس وکړي.
داپه داسې حال  کې دي د ایران د اسلامی جمهوری اوسني ولسمش حسن روحاني د خپل حکومت  په وروستیو شپو ورځو کې د کابینې په غونډې کې اقتصادي کمیشن ته سپارښتنه کړې ،چې د هیواد اقتصادي چارو په باب دې بشپړ راپور نوي ولسمشر ابراهیم ریئسي ته وړاندې کړي څو دراتلونکي لپاره ورځیني استفاده وکړائ شي .
  داپه داسې حال کې دي چې  چې د ایران داسلامی جمهوریت نوي ولسمشر ابراهیم رئیسی  ته دنړیوالو شخصیتونو  د مبارکۍ پیغامونه  هماغه راز دوام لري  .  د لبنان د حزب ا.. غورځنګ  عمومی منشي سید حسن نصر ا...د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر ته د مبارکۍ د پیغام په لیږدلو سره  روښانه کړې  ده، د آیت ا... ریئسي ټاکل کیدا له چیلنجونو سره  دمقابلې د قدرت  او د راتلونکي لپاره  د ایران  دملت او د سیمې  دملتونو هیله او امید ژوندی کړی دی .
 همداراز د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ او حماس غورځنګ مشرانو  او همداراز ځینو نورو نړیوالو شخصیتونو  هم ابراهیم ریئسي ته مبارکۍ په پیغام لیږدولو سره هیله ښودلې چې د سیمې او نړۍ د سولې اوثبات  او د تیریګرو  او جنایتکارو د  وحشي ډوله اقداماتو دمخنیوي لپاره د ایران رغنده رول نوره هم پیاوړی شي .  همداراز د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د افغانستان د ملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا... عبدا... هم پخپلو جلا جلا پیغامونو کې دمبارکۍ په وئیلو سره له ایران سره  ددوو اړخیزو اړیکو د لاپیاوړتیا او دسیمه ایزو اونړیوالو موضوعګانو په ا ړه  د سوله ایزو اقداماتو دزیاتیدا هیله کړې ده .
3978787
captcha