IQNA

د بحرین په بیت القران کښې په چین ژبه قران ساتل کیږي

15:15 - May 09, 2022
د خبر لمبر: 3485777
تهران (ایکنا) په چین ژبه د قران کریم یوه (۱) نسخه د بحرین هیواد په بیت القران کښې ساتل کیږي او تراوسه د هغه زر(۱۰۰۰) نسخې چاپ او ویشل شوي دي .

په دغه قران کښې دیرش(۳۰) کامل جزونه شته او د هغه اصلي نسخه چې خطي ده په ټایپې سیمه کښې ساتل کیږي .

د دغه قران کریم یو(۱) محدود شمیر چې کابو زر(۱۰۰۰) نسخې کیږي چاپ شوي او د چین په مسلمانانو باندې د هدیې په توګه ویشل شوي دي .

د قران کریم دغه نسخه د ایتونو او د موضوعګانو بشپړه فهرست لري او په پاې  کښې یې د چین په ژبه باندې د قران کریم د ځینو معنو تفسیر بیان شوی دی .

ویل کیږي چې ژباړن «عبدالرحمن چان جي توان» د قران کریم دغه نسخه د چین د اسلامي  ټولنې د هغه وخت مشر« شیخ خالد تي جیجو» ته هدیه کړي وه .

https://iqna.ir/fa/news/4055510

بچوې: قران ، اسلام
captcha